اوښ

اوښ له درې زره ٣٠٠٠ کلونو څخه د سپارلي او تجارت د پاره استیمالېږي چي په شېدو او غوښه کي تر نورو ځناورانو زیات طاقت او برکت وي.
د یوه بوک اوښ ته عربي اوښ ویل کېږي.داسي اوښان د ا سیا، منځنی ختيځ او افریقا په ټولو سیمو کي ساتل کېږي.


د اوښ اکثره یو بچی وي.
اوښ بې له چښاکه اوخوراکه څلور یا پنځه ورځي او شپې تېرولای سي!
داوښ وزن له ٥٠٠ بیا تر ٦٠٠ کلو گرامه
جگواله ٦ او اوه فټه
د اوښ بوک تر بدن دېرش ٣٠ اینچه وتلی وي
د اوښ ژوند تر پنځوس کلونو پوري وي
د اوښ بوک د بدن د پاره هغه ټول پروټین یو ځای کوي چې بیا د خوراک د ارزښت به وخت خپله هغه پروټین د بدن هري برخي ته په قدرتي توگه داوښ له بوکه ورځي.
اوښ چې کله منډه وهي نو رفتار تېز وال یې ٦٥ کلومیټره په یوه ساعت کي وي.
وچي پاڼي ځوزان ازغي او د ریگو سخت بوټي د او ښانو خوراک وي.
اوښ د خوړو تر خوړلو  ورسته د خو راک لېږ لېږ برخه د نسه خولې ته را ولي بېرته یې ددویم ځل دپاره په غا ښو هغه خوراک میده کوي چې په ښه توگه سخت خوراک ځوزان هضم سي.ودغه عمل ته شخوند ویل کېږي.
اوښ ٣۴ غا ښونه لري.
د اوښ پنډه چمړه پوست اوښ د ریگو له تاوه اود لمر له تاوه ژغوري.
د اوښ سپږمې په ریگو کي د باد او دوړو پر محال خپله بندېږي.چې د اوښ په پزه ریگ دننه نه سي.
قد رتي داوښ په بدن کي د اوبو او خوراک د نستي پر محال د تودوښي او یخ پیمانه یو رنگه او برابره ساتل کېږي.له دې نظامه څخه اوښ د ضرورت په وخت کار اخلي.