دکندهار په سپين بولدک ولسوالي کې دځانمرګي بريد له کبله درې کسان ووژل شول او اتلس نور ټپيان شول . ځانمرګى په داسي حال کې وچاودېد چې پوليسو څاره او دڅار پر مهال هغه ځان دولسي وګړو ميانځ کې وچاودلو . دسپين بولدک دروغتون يوه ډاکتر وويل چې روغتون ته يې ټول اتلس ژوبل شوي کسان وروړي دي او درې کسان په وژل شوي حالت کې هم روغتون ته رسېدلي دي . خو دکندهار له ولايت څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې ټول درې کسان وژل شوي او څورلس نور ټپيان دي چې درې يې دملي امنيت کارکوونکي دي . په ټپيانو کې دڅلورو حالت داندېښنې وړ بلل کېږي.