نن سهاردهلمندولايت دګرشك په ولسوالۍ كى يوځان وژونكى بريد ترسره سوى چى دحكومتى چارواكوپه خوله شپږو تنوملكى وګړواوپوليسوته مرګ ژوبله اوښتى ده دغه خبره دهلمندولايت دپوليسومشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال وكړه انډيوال زياته كړه چى نن سهار دګرشك ولسوالۍ دپوليسو نظام كرول ته يوځان وژونكى غوښتل چى ننوځى ولى پوليسو له خوا پيژندل سوى چى په ګولى يي وشتلى دى انډيوال زياته كړه چى ځان وژنكى پر مځكه وليدلى او وروسته په زخمى حالت كى يي ځان ته انفجار وركړى اوچاودنه رامنځته سوى چى دچاودنى په ترځ كى دوه ملكى كسان وژل سوى اوديوه ولسۍ وګړى په ګډون دري تنه پوليس ژوبل سوى دى انډيوال زياته كړه چى په وژل سوكسانو كى يوتن سپين ږى وه .
خوپه ګرشك ولسوالۍ كى يوتن دپوليسو افسر چى نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سى دټيلفون په ليكه كى وويل چى په دغه چاودنه كى دوه پوليس وژل سوى دى .
دبريد پړه وسلوالوطالبانو په خپله غاړه اخيستى ده قارى يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانو وياند معرفى كوى ديوناڅرګند ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دغه ځان وژونكى بريدكونكى نصيرالله نوميده چى دهلمندولايت اوسيدونكى وه احمدى زياته كړه چى په دغه ځان وژنكى بريد كى دولس پوليس وژل سوى دى .
هيره دى نه وى چى دهلمندولايت په ګرشك ولسوالۍ كى يوه مياشت وړاندى هم پرايساف ځواكونويوځان وژنكى بريد ترسره سوى وه چى په ترځ كى يي دري تنه دايساف سرتيري ووژل سوه چى وژل په وژل سوكى يودچيك سرتيري او دوه دډنمارك سر تيري وه .