په كندهار كي د عامي روغتيا در ياست مسولين وايي چي د تير كال په پرتله د ايچ اي وي يا ايډز ناروغي دوه برابره سوي او ۲۱ مثبتي پيښي ثبت سوي دي .
په كندهار كي دعامي روغتيا د رياست د ايچ اي وي يا ايډ د ناروغي درملني د څانګي مسول ډاكټر همايون رحماني وايي چي د تير كال په پرتله سږ كال په كندهار كي ددي ناروغي كچه لوړه سوي ده او پرمهال يي ددي ناروغي ۲۱ مثبتي پيښي ثبت كړي دي .
په خبره يي چي په دي ناروغۍ ۱۸ تنه نارينه او ۳ تنۍ ښځي اخته سوي .
د رحماني په خبره چي ددي جملي څخه ۳ تنو خپل ژوند له لاسه وركړي دي .
د كندهار د عامي روغتيا ريس ډاكټر عبدالقيوم پخلا د ايچ اي وي د ناروغي د زياتوالي علتونه د درو لسيزو جنګ جګړي ، خلاص سرحدونه ، اقتصادي ستونزي ، دسواد کښته سطحه ، داخلي او بهرني مهاجرتونه او ورته نوري ستونزي يي يادي كړي .
داپه داسي حال کي ده چي په نړواله کچه داېچ اى وي ياايډز د ناروغي کچه پنځوس سلنه راکښته سوي ده خو د هيواد په کچه سږکال په کندهارکي داېچ اى وي يا ايډز د ناروغي کچه لوړه سوي ده .
په كندهار كي روغتيا پالان وايي كه ددي ناروغي په مخ كي د پرتو ستونزو مخه ونه نيول سي ويره سته چي په كندهار كي دا شميره ورځ تر بلي زياته سي