د ننګرهار په هوايي ډګر كي د ډله ييزو بريدونو په پايله كي ۳۳ تنه وژل سوي دي .
په ختيځ کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر مسولين وايي چې لومړي د هوايي ډګر مخي ته د موټر څخه په ګټه اخيسته چاودنه رامنځ ته سوي او وروسته وسله واله نښته پيل سوه چي په نښته كي ۳ تنه ځانمرګي بريد كوونكي او ۲۳ تنه نور وسله وال بريدګر د ګډو ځواكونو سره په جګړه كي وژل سوي دي .
د ايساف د مطبوعاتي دفتر په خبره چي په وسله واله نښته كي بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي .
د ننګرهار په هوايي ډګر كي د يوي امنيتي باوري سرچيني له قوله چي په بريدونو او نښتو كي ۵ تنه افغان سرتيري وژل سوي دي ، د سرچيني په خبره چي په ياده پيښه كي ۲ تنه ملكي كسان هم وژل سوي او ۴ نور ملكي كسان ټپيان سوي دي .
د وسله والو طالبانو وياند د بريدونو مسووليت په غاړه اخېستی او وايي، چې ګڼ شمېر ځانوژونکي بريدګر هوايي ډګر ته ننوتلي دي او افغان او بهرنيو سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه