کور / تازه خبرونه / روزګان: موټربم ځانمرګي بريد ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

روزګان: موټربم ځانمرګي بريد ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په روزګان كي موټربم ځانمرګي بريد ۷ تنو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه د شنبي په ورځ د غرمي وروسته شاوخوا دري بجي د روزګان ولايت د دهراود ولسوالي امنيه قومانداني ته څيرمه رامنځ ته سوي .
د روزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايي چي په پيښه كي دري تنه ملكي كسان وژل سوي او ۴ تنه نور ملكي كسان ټپيان سوي دي .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت بيا په پيښه كي د دريو تنو ملكي كسانو د وژلو او ۶ نورو د ټپي كيدو خبره مني .
د پيښي مسوليت لا تر اوسه چا په غاړه ندي اخيستي .