کور / تازه خبرونه / زلمی رسول او حنا رباني د طالب بنديانو پر خلاصون ږغيږي

زلمی رسول او حنا رباني د طالب بنديانو پر خلاصون ږغيږي

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران په پاکستان کي د طالب زندانيانو پر ايله کولو او د سولي پروسې د پرمختګ په اړه خبري اتري کوي ، دا دوهم ځل دی چي لوړ رتبه افغان پلاوی د يوې مياشتي په دننه کي پاکستان ته سفر کوي .
ديوې مياشتي په اوږدو کي د طالب زندانيانو د ازادولو او د افغانستان او طالبانو د سولي دخبرو د پرمختګ په اړه لومړی ځل د سولي عالي شورا مشرتابه پلاوي او دا ځل د افغانستان دبهرنيو چارو وزير او ورسره پلاوی پاکستان ته سفر کوي .
د سولي عالي شورا د سفر سره هم مهاله پاکستان ۹ تنه طالب چارواکي له زندانه ازاد کړل خو په دغو ۹ کسانو کي هغه کسان چي افغانستان يې د ازادېدو غوښتنه کړې وه شامل نه وه .
د معلوماتو له مخي د بهرنيو چارو وزير او ورسره پلاوئ به دا ځل په ځانګړې توګه د ملامحمد عمر اخند د نايب ملا برادر اخند ، ملا نورالدين ترابي او جهانګير وال په ګډون د ځينو لوړ رتبه طالبانو د خلاصون په اړه د پاکستاني چارواکو سره ږغيږي .
افغان چارواکی باور لري چي ياد سوي کسان په افغانستان کي سولي ته لېوالتيا او پر طالبانو اغېز درلودلای سي .