څلویښت تنه ملی پولیس او پنځوس تنه سیمه ایز پولیس نن د لوګر ولایت د پولیسو له تعلیمی مرکز څخه د ټاکلی دوری له تیریولو وروسته فارغ او د امنیتی دندو داجرا په خاطرد لوګر ولایت په مرکز او مربوطاتو کی په دندو وګمارل شول.
د لوګر ولايت څخه په دې اړه رارسيدلي خبر له مخي په هغه غونډه کی چه د پولیسو د فراغت په مناسبت جوړه شوی وه لوګر والی محمداقبال عزیزی دوی ته د مبارکی ویلو په ترڅ کی په لوګر کی د امنیت لورته تګ نتیجه لرونکی وبلل او د سولی په امرکی یی د عالمانو او قومی مشرانو هلی ځلی او د دوی په خوښه دسیمه ایزو پولیسو جوړیدل یو ښه حرکت وبلل چه راتلونکی یی له ډاډ وړدی .
امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالصبورنصرتي اشاره وکړه چي ځيني ډلي د ملي او محلي پوليسو د بدنامولو په موخه خلک ازاروي او مالونه يې لوټوي ، نوموړي پوليسو د مخالفينو دغه تاکتيک ته متوجې کړل ، بلي خواته په بېلابېلو هغو ولايتونو کي چي د محلي پوليسو په نامه خلکو ته وسلې ورکړه سويدي د غلا او نا امنۍ پېښي هم زياتي سوي دي چي ولسي خلک يې پړه د هغو کسانو پر غاړه ور اچوي چي د محلي پوليسو په چوکاټ کي يې وسلې ترلاسه کړيدي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه