د پنځ شنبي په ورځ شاوخوا لس بجي د روزګان ولايت په دهراود والسوالي كي د سړك غاړي د ماين چاودني ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت وايي چي چاودنه د دهراود ولسوالي د تنګي په سيمه كي د ملكي كسانو پر ټونس ډوله موټر سوي چي پكښي لس تنه ملكي كسان وژل سوي او ۸ تنه نور ټپيان دي .
د همت په خبره چي ياد موټر له يوي سيمي څخه بلي سيمي ته د يوه حجي د حج مراسيمو ته روان وو چي د يادي پيښي سره مخ سو .
له بلي خوا د زابل د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايي چي په چاودنه كي ۴ تنه وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان دي .
چي په ټپيانو او مړو كي ښځي او ماشومان شامل دي .
د پيښي مسوليت چا په غاړه نده اخيستي او نه يي هم تر اوسه وسله وال په اړه څه ويلي دي .