دخوست ولايت ديووتلي فرهنګي شخصيت عبدالکريم پتنګ لخوا د٢٠په شميره لرغوني تاريخي اثار په ولايت مقام کې د ښاغلي عبدالجبارنعيمي په حضورکې دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست مسوولينوته وسپارل ترڅو دغه ملي شتمني ديادرياست په ملي موزيم کې خوندي وساتي ددغه تاريخي لرغونو اثارو دسپارلو پرمهال دخوست والي ترڅنګ په نړيواله کچه افغان لرغون پيژندونکي او دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمدرسول باوري ،په خوست کې دملي موزيم مديراو دمطبوعاتو استازو ګډون درلود.

دقوس دمياشتې په ٨نېټه دخوست ولايت وتلي فرهنګي شخصيت عبدالکريم پتنګ ددغه لرغونو اثارو دسپارلو پرمهال وويل چې په دغه اثارو کې دري ټوکه دپاک قران په لاس ليکلي شوي کتابونه ،ليکل شوې نسخې ،مجسمې اوديولوى حيوان پښتۍ شاملې دي چې دغه اثاريې دخوست ولايت دبېلابېلو سيمو څخه ترلاسه کړي اوتردې مهاله يې په خوندي توګه ساتلي وو ،نوموړي زياته کړه چې ددغه اثارو څخه څرګنديږي چې دخوست ولايت په سينه کې ډيرلرغونى تاريخ پروت اوتاريخي شتمنۍ شتون لري چې زياتو څيړنو اوساتنې ته اړتيالري ،دنوموړي په خبره چې دتاريخي اثارو سره دزياتې مېنې په موخه يې تل هڅه کړې چې لرغوني اثار راټول او موزيم ته وسپاري.
په نړيواله کچه وتلي لرغون پيژندونکي پوهندوى محمدرسول باوري هرلرغونى توکى دتاريخ پاڼه وبلله اوپه دې تړاو يې وويل چې هرلرغوني اثرپه ترلاسه کيدو سره ديوې ټولنې پخواني کړه او وړ څرګنديږي اودپخوانيو کلتورونو درسونه اوسنيو اوراتلونکو نسلونوته ورکوي.

ښاغلي باوري دترلاسه شويو لرغونو اثارو دتاريخ او ارزښت په اړه وويل چې دمطلق تاريخ ټاکنې دمتيود په اساس ددغه اثارو اهميت او لرغونتوب به ترڅيړنو وروسته څرګندشي خو نسبي تاريخي ټاکنې دميتودپه اساس په ترلاسه شويو لرغونواثارو کې داسې اثارشته چې له دوه زره کالونو څخه زيات تاريخ لري نوموړي دبېلګې په توګه دګنش پيداشوې مجسمه ياده کړه چې داپه هېواد کې دويمه مجسمه ده چې لومړۍ په پکتياکې او دويمه يې په خوست کې پيدا شوه ،دده په خبره ددې څخه دا څرګنديږي چې په تاريخي لحاظ يووخت خوست اوپکتيايوه فرهنګي سيمه وه چې ديوې عقيدې خلکوپه کې ژوندکولو.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبروکې دخوست ولايت دفرهنګي اووتلي شخصيت استادعبدالکريم پتنګ څخه دزړه له کومې مننه وکړه چې په ملي مينه او وطن دوستۍ سره يې پيداشوي لرغوني ا ثارساتلي او اوس دخوست موزيم ته سپاري ،نعيمي وويل چې ښاغلي پتنګ دغه مينه اودامانت ساتنې روحيه په سيمه ييزه اوملي کچه دټولو ولسونولپاره يو اساسي درس دى ځکه چې له يوې خوايې دخپل هېواد راټول شوي لرغوني اثار لرغنتون ته وسپارل اودبلې خوا يې ولسونو ته داپه ډاګه کړه چې لرغوني اثارملي شتمني ده بايد په ملي مسووليت سره دساتنې په موخه موزيمونوته وسپارل شي .
ښاغلي نعيمي له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ښاغلي پتنګ په لاره مزل وکړي اوټول هغه تاريخي توکي چى دوى په خپلو کورونو کې ساتلي دي دملي او وطني احساس له مخې دخوست ولايت ملي موزيم ته وسپاري ترڅوپه دغه موزيم دتل خوندي وساتل شي اوپه رسمي توګه ثبت او راجستر شي.
خوست والي داهم وويل چې هرلرغونى اثرراتلونکو نسلونو دتيرتاريخ دحالاتوپه اړه څرګندپيغام وړاندې کوي نو دلرغون پيژندنې دقانون په اساس ټول لرغوني اوتاريخي اثار ددولت ملکيت بلل کيږي ،دولت دنده لري چې ساتنه يې وکړي.
همداشان ښاغلي نعيمي داطلاعاتو اوفرهنګ رياست مسوولينوته لارښوونه وکړه چې دټولو ورسپارل شويو لرغونو اثارو په ښه توګه ساتنه وکړي اودملي شتمنيو دراټولو اوخوندي ساتلو په موخه دعامه پوهاوي پراخ پروګرامونه پيل کړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه