کور / تازه خبرونه / د ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو سره مرستي سويدي

د ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو سره مرستي سويدي

په هرات او ننګرهار کې د ۳ ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې
په دغو ۳ ودانیو ۳۴۰ زره ډالره لګښت شویدی
په دغو ښوونځیو کې ۳ زره زده کونکو ته د زده کړې مناسب چاپیریال برا بر شوی

بلخوا په ننګرهار کې ۷ زره زده کونکو ته په دې وروستیو کې د انټر نټ او کمپیوټر کارونې اسانتیاوې برا برې شویدي . دغو زده کونکو ته په ښوونځیو کې په انټر نټ سمبال مرکزونه جوړ شویدي او زده کونکي کولی شي پّ وړیا توګه پکې مطالعه او تحقیق تر سره کړي.
د پو هنې وزارت پلان لري چې د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې د انټر نټ او کمپیوټر اسانتیاوې برا برې کړي

دا اونۍ د ښوونکو د وړتیاو د لوړولو او روزنې د پروګرامونو په لړ کې په جوزجان ، ارزګان او خوست کې ۱۳۵۰ ښوونکو ته ۱۲ ورځني روزنیز ورکشاپونه جوړ شویدي. دوی ټولو ته د ساینسي مضامینو په اړه روزنه ور کول کیږي . دغه پروګرام په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم روان دی .

بلخواد بادغیس له ۳۶ زره زده کونکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه ، دغه مرسته به د ورلد ویژن ادارې لخوا د ۱۹۹ ښوونځیو پر زده کونکو او نژدې ۱۶ سوه ښوونکو او ۴۱۹ ملازیمنوته وويشل شي.