مشر زوی مې له څو ورځو راهیسې راپسې و او همدا یې ویل: زه شعر لیکم، چل یې را وښایه!
څو عمومي خبرې مې ورته وکړې او نمونې مې ورته هم وښودې.
نن یې راته ویل: شعر مې ولیکه، یوازې یو بند، نور بله ورځ لیکم.
ځان سره مې ویل: عجیبه شعر به وي، ماشومانه احساسات، له غم او خپګان نه لرې خیالونه،یوه بېله او له عاطفې ډکه دنیا او….
ورته ویل مې: شعر دې ووایه!
هغه کتابچه پرانیسته او شروع یې وکړه:
خدایه زموږ وطن خراب خراب دی + چې ورته ګورې څوک به یتیمان او څوک به بې کوره وینه
زوی مې زما غبرګون ته په تمه شو، خو زه جسما له هغه سره وم او روحاً په خپلو خیالونوکې ورک شوم:
ما ویل: آه،
زموږ د ماشومانو دنیا هم لکه زموږ په څېر په غمونو لړل شوې ده. د هغوی ماشوم خیالونه هم له لکه زموږ غوندې زخمي زخمي دي او د هغوی واړه زړونه هم، لکه زموږ په څېر درد مند دردمند دي.
همدې چورتونو کې وم چې غږ یې کړ: ښه،نه و؟
ما ویل: ښه و، خو نور شعر مه لیکه!
– ولې؟
– خپل درسونه وایه، که ټول ماشومان همداسې درسونه ووایي،غټ عالمان به ترې جوړ شي، نو وطن کې به جنګ جګړه نه وي، نورو ته به محتاج نه یوو او…
هغه، نورې پوښتنې درلودې او شاید ما سره یې ځوابونه هم نه وای، خو ښه شوه، چا ورته غږ کړ او باندې ولاړ.
احمد رشاد نږدې لس کاله عمر لري. هغه چې کله په خبرو پوه شو او ټلویزیون لیدلو سره یې علاقه پیدا کړه، نو همدا دوه خبرې یې ډېرې واورېدې:
بهرنیو ځواکونو افغانان ووژل،
او
وسلوالو مخالفونو افغانان ووژل.
رشاد، کله د ټلویزیون پر ښیښه د خپل هیواد هغه کورونه او ځایونه ولیدل چې د بهرنیانو بمبارد پرې شوی و او کله یې هغه ویجاړ ځایونه ولیدل چې ځانمرګو بریدونو او چاودنو نړولي وو.
که همدا حالت روان وي، نو زموږ د تنکي نسل خیالونه او فکرونه به هم،همداسې له دردونو او غمونو ډک وي، خدای خبر که د وطن د ابادۍ فکر کولو ته وزګار شي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۱