کور / تازه خبرونه / په زابل کي امنيتي واك افغان ځواكونو ته وسپارل سو

په زابل کي امنيتي واك افغان ځواكونو ته وسپارل سو

له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د واك سپارلو په دريم پړاو كي د زابل ولايت د مركز كلات او دوو ولسواليو شاجوي او شهرصفا امنتي چاري د يو لړ مراسيمو پرمهال وسپارل سوي .
مراسيم چي د چهار شنبي په ورځ په مركز كلات كي جوړ سوي وه پكښي د كورنيو چارو ، ملي دفاع او ځينو نورو وزارتونو معينانو او استازو او د ګاونډيو ولايتونو امنتي چارواكو برخه اخيستي وه .
په غونډه كي امنتي چارواكو افغان ځواكونه دا مهال پياوړي وبلل او زياته كړه چي دوي كولاي سي په ښه ډول سره د خپلو سيمو ساتنه د خلګو په همكاري وكړي .
په غونډه كي زابل ميشتو قومي مشرانو او اوسيدونكو هم د خپلو خبرو پرمهال مرکزي دولت ته ځكه د نيوكي ګوته ونيول چي په زياتو برخو كي يي زابل ولايت ته حق ندي ورکړي
ويناوالو او دزابل چارواكو له مركزي اداري غوښتنه وكړه چي دي ولايت ته دي هم د نورو ولايتونو په څير توجه او پاملرنه زياته كړي او په امنتي برخه كي دي ورسره لا مرستي او همكاري وكړي ترڅو افغان ځواكونه ددي جوګه سي چي د سيمي امنتي چاري په ښه ډول سره سمبال كړي .