کور / تازه خبرونه / هلمند: د نشه يي توكو په وړاندي مبارزه جدي روانه ده

هلمند: د نشه يي توكو په وړاندي مبارزه جدي روانه ده

په هلمند كې د كوكنارو د كركيلې وخت رارسيدلى ورسره جوخت د امنيتي او نورو هغه ادارو لخوا چې د نشه يي توكو د مخنيوي په برخه كې كار كوي په جدي توگه هڅې پيل كړې دي چې تردې مهاله يې ۴۰۰۰ جريبه هغه ځمكه د كوكنارو له كركيلې ژغورلې چې پكښې كوكناركرل كيدل.
د هلمند له مطبوعاتي دفتره لر او بر ته په رارسيدلي خبرپاڼه كي راغلي چي په دې لړكې نه يوازې د هلمند په مركزبلكې په ولسواليوكې هم پراخ د عامه پوهاوي پروگرامونه پرمخ روان دي چې پر مهال به يي ددې ولايت د مركزي او ځينو شمالي ولسواليو اوسيدونكو ژمنو ته په كتو سره به ددي كښت مخه نيول كيږي او كروند ګر به په خپلو ځمكو كي حلال كښتونه كري .
په خبرپاڼه كي راغلي چي پوليسو هغه كروندګر هم نيولي چي په خپلو ځمكو كي يي حرام كښتونه كرل او ورته قانوني سزا به وركول سي .
په خبرپاڼه كي په جدي توګه كروندګرو ته خبرداري وركول سوي چي كه هر چا په خپلو ځمكو كي د نشه يي توكو كر وكري د قانون منګلو ته به سپارل كيږي او ورته سخته سزا به وركوي .