کور / تازه خبرونه / کندهار والي : د وسله والو په منځ كي بي باوري زياته سوې

کندهار والي : د وسله والو په منځ كي بي باوري زياته سوې

کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په سهيل كي د بهرنيو ځواكونو له مسولينو سره په خبرو كي وويل چي دامهال د افغان ملي امنيتي ځواکونو د وروستيو لاسته راوړنو سره سم د وسلوالو مخالفينو په منځ کي بې باوري زياته سوي .
والي ويسا په سهيل كي د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال رابرټ آبرمز، ملکي استازي جنتن اډلټن او د کندهار ولايتي بيارغوني ټيم له مشر براين باکمن سره پر يادي موضوع ژوري خبري وكړي .
نوموړي وايي چي امنيتي حالت په نسبي ډول سم سوى او د افغان ځواکونو وروستيو فعاليتونو او د مخالفينو د قوي پلانونو شنډېدا د وسلوالو په منځ کي بې اعتباري زياته کړې ده.
په خبره يي چي د کوکنارو د کښت د مخينيوي لپاره بايد د افغاني ادارې ترڅنګ د نړيوالو ادارو اوپه خاصه توګه د امريکا د محتدو ايالاتو د ملکي برخي استازي جدي کار وکړي ترڅو پر وخت ددغه کښت مخه ونيوله سي.
په سهيل کي د ايساف ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال رابرټ ابرمز په ننۍ ليدنه کي چي د کندهار والي سره يې درلوده وويل چي دوى د افغان ځواکونو سره په ګډه د کندهار په غورک ولسوالي کي عمليات کړي او هغه لويي لاري، يې چي مخالفينو د خلکو پر مخ تړلي وې يو ځل بيا پرانستي دي.
نوموړي هم افغان ځواكونه د پياوړتيا په حال كي وبلل .