په کابل کي دجرمني لوی سفیر راډیګرکونیک افغان حکومت ته ډاډورکړی، چي هیوادبه یی د۲۰۱۴ میلادی کال وروسته هم دافغانستان سره خپلې مرستي جاری وساتي. هغه وویل چي جرمني ژمنه کړی چي د افغانستان دپرمختیایی اوبیارغونې لپاره ۹۷میلیونه یوروچي څه باندی ۱۲۵میلیونه ډالره کیږي دافغان دولت سره مرسته وکړی.
ددغو ٩٧ميلیونويورو له مرستې څخه به ٢٠ ميلیونه يورودافغانستان پوهنې وزارت ته ورکول کېږي، چې دددو میلیونوماشومانولپاره دښوونځیو دنوی ودانیو دروازی پرانیزی اود زده کړی وړتیاوي لوړی کړې. دهمدی مرستي دټولګیوڅخه ۳۷ میلیونه یوروپه کابل، بلخ، فيض اباد ښارونواودکندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې دڅښاک داوبو په برابرولوکي ولگول شي.
د دي مرستویوه بله برخه د ۴۰ څلویښت میلیونو یورو په اندازه ويوشمېر پرمختيايي پروژو ته ځانگړې شویده چي د بیارغوني چاری به یي پرمخ ولاړي شي.د جرمني دوست هیواد ترامريکې او جاپان وروسته د افغانستان لوى مرستندوى هېواد دى، اودجاپان هیوادتوکيو دغونډې پر بنسټ يې ژمنه کړې وه ،چې تر ٢٠١٦ ميلادي کاله پوری به هر کال له افغانستان سره ترڅلوروسوو ميلیونو يورو ډېره مرسته کوي. خوجرمني دافغانې حکومت د چارواکوڅخه هیله وکړه چي دغه مرستي دي په لوړه سپیڅلتیا او پاک ایمان سره دټاکلو پروژو دجوړولوپر لاره مصرف شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه