کور / سياسي / د جنګي زندانیانو وژنه پخپله جنګي جنایت دی

د جنګي زندانیانو وژنه پخپله جنګي جنایت دی

لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیـرکیار، خپلواک څیـړونکی، امریکه
Killing War Prisoners Is War Crime
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA zirakyar1234@yahoo.com
نومبر ۱۸، ۲۰۱۲

دا زموږ قسمت دی چې په وینو کې مزل کوو
یو قدرت چې ووهـو بیا بل وهـو بیا بل وهـو

داشعر مې څو ورځې وړاندې د محمودخان اڅکزي په هغه وینا کې واورید چې د باچاخان په مرکز کې یې اورولې وه[ په بریښناییزه بڼـه] ۱۶ نومبر ۲۰۱۲

د افریقې ستر انقلابي لارښود، نامتو لیکوال او ملي مفکر امیلکار کابرال (۱۹۷۳-۱۹۲۴ز) زما د دې لیکنې په اړه یو غـټ ټکي ته ګوته نیولې ده، او هغه داچې نوموړي ملي کلتور د ملي پاڅون سره کوشیر شوی ګڼلی دی. په بله وینا، کابرال په ملي پاڅون کې د ملي کلتور د اهمیت او رول په اړه زموږ سترګه ورتیا پیاوړې کړې ده. کابرال د ګـیـنا- بیـساو له خپلواکۍ نه شپـږمیاشتې وړاندې، په ۱۹۷۳ز کې د پرتګالي استعمارچیانو له خوا ووژل شو، هغسې لکه د سهیلي امریکې طبي ډاکتر، وتلی ګوریلایي جنګیالی او عسکري مفکر ایرنیستو شیګوارا چې د امریکې د مرکزي استخبارتو په ملاتړ سمبالو بولیویايي عسکرو په ۱۹۶۷ کې اعدام کړی و.

Amilcar Cabral, National, Liberation and Culture. Speech delivered at Syracuse University in the USA, 1970.

په امریکه کې « د مـسیچـیـوسیټ د ټکنالوجۍ اینسټیـټوټ» (مسیچیوسیټ اینسټیـټوټ آف ټیکنالوجي) یو خورا وتلی پـوهنتون دی. د دغې علمي موسسې یونامتو پوهاند مارک ډبلیو هـیرولډ په یوه وینا کې (۲۰۱۰ز) د افغان طالبانو پاڅون ته «د ملي خپلواکۍ د خوځښـت د زیـږیدا» ( دي بَرت آف نیـشنـل لیبریشـن مومینټ) په سترګه کتلی دي.« څوک چې د بهرني اشغال په ضد جنګیـږي، ترهه ګران نه دی. پوهاند هیرولډ زیاتوي چې:(ا) «اوس [د طالبانو]اصلي مبارزه دا ده چې اشغالـګـران وشـړي»، او (۲) «هغه درې څرګند تصویرونه پای ته ورسوي چې معلولیت، تښتول او ویره ښئ».

Key point: the way the Americans (and later NATO) fought the Afghan resistance built a national liberation movement. People who fight a foreign occupation are not terrorists….The primary struggle now is to oust the foreign occupiers; end with three stark photos depicting maiming, abduction and fear.” (Marc W. Herold, “The American occupation of Afghanistan and the birth of a national liberation movement”. Electronic version [Global Research, September 7, 2010].

په دې وروستیو کې د کابل د لاسپـوڅي رژیم مشر حامد کرزي د جنګي زندانیانو په دارکولو کې نوم ویستلی دی. د وسله وال پاڅون سره د خبرواترو د زمینې د برابرولو په مسیر کې د لازم روغ نیت د ښودلوپه ځای یې افغان طالب جنګي زندانیان په دار کړل، بې له دې چې دیته یې پام کړی وي چې دغه عمل پخپله د جنګ جنایت دی!

د سولې د تنکي بهیر په ضد د جنګي زندانیانو د اعدام پریکړه په کومه موخه راچاپـیره ده؟ په دغه پریکړه کې د کابل د ادارې جګړه ماران ( حامد کرزی او شمالي ټلواله د هغه د رژیم د چورلیز په حیث) د جنګي زندانیانو د اعدام په پریکړه کې ګډون لري. دغه شان نړۍ واله نظامي ټلواله او د کابل د رژیم جګړه ماران د اعدام په پریکړه کې ګډون لري ځکه چې ذکرشوي نړۍ والې ټلوالې لاتر اوسه ځان له دې نه لرې ساتلی دی چې ذکر شوي اعـدامونه د یـوې اعلا میې له لارې وغـندي. داچې افغان وسله وال پاڅون د کابل ګوډاګي رژیم د دې وړ نه دی ګڼلی چې د سولې په اکله ورسره نیغې خبرې وکړي، د امریکې نازولې اود ایران سره هم کلتورې او قسمتا َهـم مذهـبې شمالي ټلوالې به د سیاسي اعدامونو په پریکړه او اجرا کې کواند رول لوبولی وي. امریکه د خپلو ګوډاګیانو د دغو جنګي جنایتونو له لارې هڅه کوي چې د افغان وسله وال پاڅون په دریځ کې بدلون راولي اود قطر په خبرواترو کې افغان طالبان انعـطاف ته اړکړي.

نړۍ وال نظامي اتلاف په دې پوهیـږي چې افغانستان یې د خپل اشغال په حالت کې ساتلی دی. د اشغال په حالت کې د افغانستان د دولت واک (صلاحیت = اَوتاریـټـي) په بهرني ځواک پورې تړلی ده او په واقعیت کې د اشغال شوی هیواد رژیم د بهرني ځواک د یوه لوښي حیثیت لري ! له دې امله د جنګي اسیرانو د اعدام په جنګي جنایت کې نه یواځې د کابل رژیم او د دغه رژیم چورلـیز (شمالي ټلواله) مسـو لیت لري، بلکې د اشغالګر ځواک مسولیت لا ډير غټ دی ځکه چې هلته د واک خاوند دی. د افغان وسله وال پاڅون دجنګي اسیرانو اعدامول نه یواځې دا چې ذاتاً جنګي جنایت دی، بلکې دغه جنایي عمل د افغانستان د نا اهله زوزات او د اشغالګر ځواک د روحي،سیاسي اخلاقي او عسکري ماتې زیرې منعکسوي. د کابل جګړه ماران باید په دې پوه شي چې بهـرنی ځواک تل تر تله په افغانستان کې نه شي پاتی کیدلی. او ستاسې جنګي جنایتونه به د غـچ اخیستنې ورشو برابره کړي. هیله ده چې نړۍ وال ضمیر به د ګوډاګي رژیم او د اشغالګر ځواک جنګي جنایتونو ته پاملرنه وکړي

۱۸ نومبر ۲۰۱۲