اتصالات په افغانستان کې پرمخ تلونکي چټکه مخابراتي کمپنۍ ده او اتصالات په منځني ختیځ، آسیا او افریقا کې د سترې مخابراتی کمپنۍ اتصالات ګروپ یوه څانګه ده. د افغانستان اتصالاتو شرکت د متصل د نړیوالې ټولنې(connected world Forum) لخوا په کلني کنفرانس کې په ټولنیزو چارو کې د ښې لاستې راوړنې له امله د جایزې ګټونکې وپیژندل شوه. غونډه په دوبۍ کې د نړیوال بانکونو او مخابراتي شرکتونو د مشرانو په ګډون جوړه شوه. دغه کنفرانس د ۲۰۱۲ کال د وروستۍ پایلو ته رسیدونکو په ګډون چې اتصالات شرکت، سیټي بانک، د ټاټا مخابراتي خدمتونه، د ډي مکسیکو مخابراتي شرکت او د یونسټرډیم سوداګریز بانک پکې شامل د دوبۍ په ښار کې په لاره واچول شو.
د ټولنیزو چارو د لاسته راوړنو جایزه هر کال هغو کمپنیو ته ورکول کیږي چې د ټولنې په ټولنیز اقتصاد او پرمختګ کې لاسته راوړنې ولري.
اوس مهال په افغانستان کې ۵۰ سلنه خلک د موبایل څخه ګټه پورته کوي او په داسې حال کې چې د افغانستان ۹۵٪ خلک بانکي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. د اتصالات مخابراتي شرکت په لټه کې دی چې د ام حواله خدمتونو په وړاندې کولو سره دا تشه ډکه کړي.
د اتصالات پیریدونکي کولای شي، چې د ام حواله له خدمتونو سره د پیسو بیلابیلې راکړې ورکړې، د بریښنا بیل ادا کول، په خرڅلاو ځایونو کې پیر او پلور، د معاش ترلاسه کول او ډیر ژر بهرنیو هیوادونو ته د همدغو خدمتونو له لارې پیسې واستوي د یادونې وړ ده، چې یواځې د کابل په ښار کې ۵۰،۰۰۰ کسانو د ام حواله په خدمتونو کې ځانونه ثبت کړیدي او په راتلونکی کال کې به د دوی شمیره ۳۰۰،۰۰۰ زرو ته ورسیږي.
د اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د عربو متحده اماراتو د اتصالات یوه څانګه ده، چې په نړۍ کې یوه ترټولو غټه مخابراتي شبکه ده. په ختیځ او لویدیځ کې د عربو متحده اماراتو ستراتیژیک موقعیت ددې لامل شوی، چې اتصالات په منځني ختیح کې د غږیزو اړیکو، معلوماتو استولو،انټرنټ او رومینګ څخه د ګټې اخیستنې او همدارنګه د سوداګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ترټولو مخکې دی. د یادونې وړ ده، چې اتصالات د ۲۰۰۶ کال راهیسې ۱۰ ځله د غوره شرکت په توګه او تیرو ۳ کلونو کې۴ ځله د خرڅلاو غوره چمتو کوونکي په توګه پیژندل شوی دی. اتصالات اوس د نړۍ په ۱۷ هیوادونو کې فعالیت کوي او تر ۱۶۷ ملیونه ډیرو پیریدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او په نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی.اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې یې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د لوبو له لارې غواړي چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته پرمختګ ورکړي. د اتصالاتو شرکت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکی دی. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او تردې دمه یې په بیلا بیلو برخو کې لکه پوهنه، روغتیا، لوبې او ټولنیزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړیدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمویلوونکی هم دی.