کور / تازه خبرونه / هلمند : د کانکور ازموينه واخستل سوه

هلمند : د کانکور ازموينه واخستل سوه

په هلمند كې له سلگونوزده كوونكوڅخه د كانكورآزموينه واخيستل شوه
دغه آزموينه د سه شنبې په ورځ په لښكرگاه كې د عالي دارالمعلمين په انگړكې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند د والي مرستيال مسعود بختوراود يوشميرنوروادارومسؤلينوگډون درلود واخيستل شوه.
په دې مراسموكې د هلمند د والي مرستيال مسعود بختورد خپلې وينا پرمهال وويل چې هلمند د هيواد په كچه يولوى ولايت دى اودا مهال د پوهنتون په برخه كې يوازې درى پوهنځى بسنه نه كوي اود دوى هڅه داده چې د دولتي پوهنتون په چوكاټ كې نورې پوهنځى هم چې په دې ولايت كې يې ډيره اړتيا ليدل كيږي جوړې كړي.
وروسته ځينونورووينا والوهم ويناوې وكړې اوپه ډاگه يې كړه چې هلمند د پخوا په پرتله ترډيره مثبت بدلون كړى اومركزي ادارې بايد دې ولايت ته پاملرنه وكړي.
د هلمند پوهنتون د مسؤلينوپه وينا چې د كانكورپه دې آزموينه كې ټول ۱۰۰۵ تنوزده كوونكوبرخه اخيستې چې شاوخوا پكې سل تنه نجونې دي اود مهال په نوموړي پوهنتون كې د دريوپوهنځيوپه لرلوسره ۱۱۵۰ تنه محصلين په بيلابيلوبرخوكې په زده كړوبوخت دي.
د يادونې وړده چې دا مهال په هلمند كې د دولتي پوهنتون ترڅنگ درى شخصي پوهنتونه هم جوړشوي چې پكې گڼ شميرنارينه اوښځينه محصلين په زده كړوبوخت دي.
د يادوني وړ ده چي په راتلونکې اوونۍ کي په کندهار ولايت کي هم د کانکور ازموينه اخستل کېږي.