له پوهنې وزارت سره د نړیوالو مرستو په دوام جرمني په افغانستان کې د پوهنې د کیفیت د ښه کولو په موخه له دغه وزارت سره ۲۵،۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه. یاده بلاعوضه مرسته د افغانستان د پوهنې په برخه کې د نړیوالو ژمنو او همکاریو یوه ښه بېلګه ده، چې د پوهنې وزارت د اغېزناکو پلانونو او بېساري ابتکارونو له امله له یاد وزارت سره کېږي.
د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ د جرمني د نویو مرستو د تړون په مراسمو کې له ټولو هغو هیوادونو او خواوو مننه وکړه، چې زموږ د هیواد د ځوان نسل دروزلو او باسواده کولو په برخه کې د پوهنې وزارت ملاتړ کوي. ښاغلي وردګ وویل، چې جرمني په نړیواله کچه یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره یې په کړو ژمنو وفا کړې او مخکښ رول یې لوبولی دی. د پوهنې ښاغلي وزیر وویل، چې جرمني له تېرو لسو کلونو راهیسې د پوهنې له وزارت سره تر ۱۱۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې، چې د افغانستان د معارف د کیفیت په لوړولو کې ډېره اغېزناکه ثابته شوې ده. هغه یادونه وکړه، چې نوې مرستې به هم د افغانستان په پوهنیز سیستم کې موجودې ډېرې هغه تشې ډکې کړي، چې تردې مهاله د مالي امکانانو د نه شتون له امله پرځای پاتې وي. ښاغلي وردګ وویل، چې پر دې ۲۵،۶ میلیونه ډالرو به دوه میلیونه نوي زده کوونکي د معارف نظام ته داخل کړای شي او ترڅنګ به یې لسګونه هغو ښوونځیو ته چې ودانۍ نه لري نوې ودانۍ جوړې شي. ددې ترڅنګ به پر دې پیسو لسګونو زره ښوونکو ته د روزنې پروګرامونه جوړ شي او همدارنګه به د معارف د ښه مدیریت په برخه کې کار ترېنه واخیستل شي.
د پوهنې وزیر فاروق وردګ د پوهنې د ودې په ښه کولو کې د جرمني مرستې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې پر دې مرستو د افغانستان یوې لویې برخې زده کوونکو ته د زده کړې امکانات برابر شوي دي.
په مقابل کې د جرمني سفیر د افغانستان له پوهنې وزارت سره ژمنه وکړه، چې خپلې مرستې به د اوږدو کلونو لپاره له دې وزارت سره جاري وساتي. ده وویل، چې افغانستان او جرمني له سلو ډېر کلونه کېږي، چې دوستانه ملګرتیا لري او له دې وروسته به یې هم د سلګونو کلونو لپاره وپالي.
د افغانستان د پوهنې وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د پوهنې وزارت له ولس سره د خپلو کړو ژمنو په اړه څومره بریالی دی وویل، چې دغه وزارت د لوی خدای په مرسته له هغه څه ډېر ښه پر مخ روان دی، چې تمه یې کېده. نوموړي زیاته کړه، چې د پلان له مخې باید تر ۲۰۲۰ کاله د افغانستان هېڅ د ښوونځي په عمر برابر ماشوم له مکتبه پاتې نه شي، خو د پوهنې وزارت د هراړخیزو پروګرامونو او ابتکارونو له امله دغه موده ډېره را لنډه شوې او پراخه هیله شته، چې یاد هدف به تر ۲۰۱۵ کاله تر لاسه شي.
ښاغلي وردګ د پوهنې په برخه کې د نړیوالو مرستو د ډېرېدو خبره وکړه او ویې ویل، چې دا موږ ته تمه راکوي، چې د افغانستان معارف له پراخ بین المللي ملاتړه برخمن دی او ډېره ښه راتلونکې به ولري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه