کور / تازه خبرونه / خبریال حامد میر په موټر کې بم ونیول شو

خبریال حامد میر په موټر کې بم ونیول شو

د اسلام آباد د پولیسو مشر بنیامین وویل د پاکستان د جيو تلویزون د یوه پروګرام دچلوونکي حامد میر په موټر کې یو بم نیول شوئ . په راپور کې راغلي دا بم نیم کیلو ؤ او ښايي د هغه د وژلو لپاره په موټر کې ځای پر ځای شوي وي . ویل شوي حامد میر د ملالې یوسف زۍ په ملاتړ کې هم د طالبانو خلاف مقالې لیکلې وې . دپاکستاني طالبانو ویاند قاري احسان الله احسان دچاودني پړه په غاړه اخیستي نوموړي له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال ویلي هرهغه څوک چی دسیکولر نظام لپاره کارکوي او دهغوي اجندا پرمخ بیایی زمونږ له لوري دبمونوپه واسطه په نښه کیږي.