د افغانستان د راډيو تلويزيون د نوميالۍ لوبغاړي ، فرهنګپالي او درنۍ پښتنې اغلي ستوری منګل ځواني لور په ناڅاپي ډول د ورپېښي ناروغۍ په سبب له دي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د تل لپاره له خپلې درنۍ مور او دوستانو جلا شوه ، لوی څښتن (ج) دي يې روح ښاد او جنتونه په نصيب کړي .
انالله و انا اليه راجعون
د نوموړي جنازه په کابل کي خاورو ته سپارل سوې ده ، ټولو خواخوږو او دوستانو ته خبر ورکول کيږي چي د ارواښادي فاتحه دشنبې په ورځ چي 26-04-2008 نېټې سره سمون خوري د هالنډ هيواد په اتريخت ښار کي دترکانو په جماعت کښي دماپښين د02:30 بجو څخه تر 04:30 پوري د ميرمن ستورئ منګل او هغې د کورنۍ له خوا اخيستل کيږي .
پته : دترکانو جمات
kanalstraat 36
Utrecht
Nederland
اړيکي او معلومات :0031612645106
د لراوبر ويبپاڼي له خوا د غمشريکۍ پيغام !
د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د افغانستان د پښتو ژبي د سينما او تياتر دتکړه لوبغاړې ، فرهنګپالي او درنې پښتنې ميرمني ستوری منګل سره د هغې د ځوانيمرګي لور په غم او وير کي ځانونه شريکان ګڼي او ددوی ټولي درنۍ کورنۍ ته د لوی خدای له دربار څخه د زغم ، حوصلې او جميل صبر دعا کوي .
په درنښت
د لراوبرافغانستان ويبپاڼي اداره
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر د خواخوږئ پیغام
په ډیري خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د افغان نومیالئ څیری اغلي ستوري منګل لور له دې نړئ نه د ابد نړئ ته کوچیدلې ده روح دې ښاد وي
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه او د ټولني ټول غړي دا غم خپل غم ګڼي او د لوی خدای له دربار نه د اغلي خور ستوري منګل ټولي کورنئ ته د زړه له تل نه صبر او اجر غواړي
د بهیر مشرتابه جرګه
بروکسل
25 / 04 / 2008