ډېره اسماعیل خان ۔ ډېره اسماعيل خان كښې د كچرې په يو ډھيري كې د پټ كړل شوي بم چاؤدنې په نتيجه كې د درې ماشومانو په شمول ٧کسان په حق رسېدلي او د يو پوليس اهلكار په شمول ١٨ نور كسان ژوبل شوي دي۔ د تفصيلاتو له مخې د پېښه د خالي په ورځ د ډېره اسماعيل خان خواؤشا سيمه تھويا فاضل ته نزدې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې د سيمې امام باړې څخه د ماتم مركزي جلوس څرګند شو۔ په دې مهال بمي چاؤدنه اوشوه چې په نتيجه كښې ئې د درې ماشومانو په شمول 7 كسان مړه او د يو پوليس اهلكار په شمول ١٨ نور كسان ژوبل شول ۔د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د عاشورا ویرکوونکو لاریون ته څېرمه بمي چاودنه شوې چې په پنځه کسه یې وژلي او ۹۰ تنه نور ټپیان دي.چاودنه د دغه ښار په مسګران سیمه کې شوې.د شنبې په ورځ (د نومبر ۲۴مه) ورته چاودنې د ماشومانو په ګډون همدلته اته کسان ووژل.د ډېره اسماعیل خان د پولیس یوه مشر محمد حنیف وویل چاودنه د سړک غاړې په یوه دکان کې شوې ده. د ده په وینا چاودېدونکي توکي په دغه دکان کې ځای پر ځای شوي و چې د لاریون د تېرېدو پر مهال وچولی شول.د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان وویل برید دوی کړی دی ځايي چارواکي وايي د تېر برید په څېر په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۹۰ کسه ټپیان شوي دي. رپوټونه وايي ټپیان روغتون ته لېږدول شوی خو د روغتون یوه ډاکټر پاکستاني رسنیو ته ویلي د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او ښايي د وژل شویو شمېر زیات شي.د شبنې (د نومبر ۲۴مه) برید ډېری قربانیان سنیان وو او د طالبانو یوه ویاند وویل برید دوی تر سره کړی خو د یکشنبې په ورځ یو بل یې دغه خبره رد کړه.په داسې حال کې چې شیعیه ګان په پاکستان کې د عاشورا مراسم لمانځي، د نورو بریدونو وېره هم شته.په داسې حال کې چې وسله والو د نورو بریدونو خبرداری ورکړی، لسګونه زره امنیتي کسان د پاکستان په ځینو سیمو کې ا منیت خوندې ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین رسنیو ته ویلي د شنبې (د نومبر ۲۴مه) برید وروسته یو لړ امنیتي تدابیرونه نیول شوي وو او تر مراسمو مخکې ټول سړکونه لټول شوي وو خو ښکاري چې بم د بایسکلونو په دې دکان کې له مخکې نه ځای پر ځای شوی وي.د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان وویل برید دوی کړی دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه