دامریکا (والسټريټ ژورنال) د کرزي ازلیک د شاه شجاع په شان ویني
زموږ نفر په کابل کي – دا د والسټریټ ژورنال د یوی لیکني سرلیک دی چي د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په هکله یي په لاندی توګه لیکلې ده .
د امریکا او دهغوی د انډیوالونو له نظره په افغانستان کي په دوو جبهو کي جنګ روان دئ . یو نظامی جنګ د طالبانو په مقابل کي او بل تریخ حقیقت د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ځانګړي توب او له هغه سره سیاسي جنګ . په افغانستان کي ددي هیواد د تاريخ تاریک اړخ همیشه و شاه شجاع ته منسوب او تل هغه خاین بلل کیږی . کوم وخت چي انګریزان له افغانستان نه ووتل ، د شاه شجاع د ازل لیک ورځ هم راورسیدل او افغانانو هغه د ځاین په نوم له منځه یووړ .
د افغانستان اوسنی ولسمشر حامد کرزی د خپل هیواد تاريخ پیژني . هغه هم له همدي پښتنو له قومونو څخه دئ . طالبان په خپلو تبلیغاتو، اشعارو ، غزلو او نعتونو کي د کرزي په بدنامولو کي صرفه نه کوې او هغه د اوس زمانی مدرن شاه شجاع بولي او دده ازل لیک هم همداسي پیشبینی کوي لکه د شاه شجاع . په یوه مات شوي هیواد کي چي هغه ته بل څه نه وي ورپاته غیر له دې چي په خپل هغه تاریخ چي همیشه یي د نړۍ لوی قدرتونه شاته تنبولي دي ، ویاړ وکړي ، داسي خبري چي په کرزي پسي کیږی ، زیانمني دي او د هغه شخصیت ته صدمه رسوي . کرزي که څه هم د امریکا په مرسته قدرت ته رسیدلی دی خو بیا هم زیار باسي ثبوت یي کړي چي هغه د غربي کافرانو لاسوند (آله) نه دی . کرزي ته مهمه نده چي هغه ته د غرب له خوا څومر پیسي ورکول کیږی اویایي په هیواد کي څومره بهرني ځواکونه شتون لري .
د کرزي دا قسم مخالفت د امریکا ولسمشر له اشتباه او غلط پوهي سره مخامخ کړئ دئ پداسی حال کي چي د امریکا جنګ په افغانستان کي د هغوي په تاریځ کي اوږدترین جنګ بلل کیږیي اوهغوئ تیاري نيسي دوه کاله وروسته له افغانستان نه ووزي . د امریکا قوماندانان د کرزي په مخالفت له امریکا سره هغه وخت پوه شوه کوم وخت چي کرزي په کال ۲۰۱۰ کي د طالبانو اصلي مرکز کندهار ته سفر وکړ او هلته یي د قومي مشرانو سره وکتل . د امریکا قوماندانانو انتظار در لود چي کرزی به له دي لیدنی او کتني نه داسی نتیجه لاسه ته راوړي چي امریکا وکولاي شي په کندهار کي د طالبانو پر ضد په لوی یرغل لاس پوري کړي . بارک اوباما له همدي مطلب لپاره افغانستان ته نور ځواکونه هم واستول. خو نتیجه داسی نه وه لکه امریکا چي یي انتظار در لود . امریکایي جنرالان حیران شول چي کرزي په کندهار کي طالبان وروڼه وبلل اوله قومي مشرانونه یي پوښتنه وکړه چي ایا تاسي غواړۍ چي امریکا په کندهار کي د طالبانو پر ضد لوی عملیات شروع کړي . قومی مشرانو په لوړ اواز وویل چي موږ نه غواړو . تردي لیدني وروسته کرزي فیصله وکړه چي امریکا اجازه نه لري په کندهار کي لوی عملیات وکړي او د کندهار ښار خراب کړي .
له همدی ورځي نه د کرزي مخالفت له امریکا سره ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدو وو . اوس سوال دی ځای ته رارسیدلی د چی ایا تر کال ۲۰۱۴ وروسته کوم وخت چي د ناټو ځواکونه له افغانستان نه ووزي ، د امریکا شتون په افغانستان کي اصلاً امکان لري او که نه ؟ بله خبره دا هم ده چي د اوباما په دوهمه ولسمشري دوره کي امریکا له کرزي سره څنګه تګلاره غوره کړي ، پداسي حال کي چي د کرزی غرور او په ځان باور ورځ په ورځ لا پسي پیاوړي کیږي . دا به د بارک اوباما لپاره یوه لویه ستونزه وي . عبدالکریم خرم ، د کرزی نژدي سلاکار یو وخت په یوه مرکه کي وویل : « موږ به د امریکا ښه دوستان یو ، اما نه د هغوی مزدوران . پدی ترتیب چي امریکا له کال ۲۰۰۱ راپديخوا په افغانستان کي جنګ مخ ته بیایي ، نتیجه یي عکس شوي ده . عبدالکریم خرم زیاته کړه : طالبان یو وخت وشړل شوه او اوس بیا د پاکستان له لاري پوره پیاوړی شوي دي . زموږ منطقه تر لس کاله پخوا اوس خطرناکتره او رادیکال تره شوی ده .»
که ښه په ځیر کتنه وکړو راته مالومه به شي چي د کرزي ورځ په ورځ زیاته بیګانګي په افغانستان کي د امریکا د ناکامي سبب شوی دی . د کرزي مخالفت د امریکا سره ثبوتوي چي امریکا ولي په افغانستان کي خپلو هدفونو ته نده رسیدلې . اوس کرار کرار جوته کیږي چي امریکا به له یوي خوا د طالبانو سره په جنګ کي او له بلی خوا په افغانستان کي د حکومت په بي وسي او اداري فساد کي ډوبه شي او افغانستان به د همیشه لپاره و بهرنیو مرستو ته اړ کړي .
حامد کرزي سږکال د والسټريټ ژورنال سره په یوه مرکه کي خپل مناسبات د بارک اوباما د حکومت سره تریخ وبلل . امریکایي دولتي مامورینو د کرزي سره سیاسي تاو تریخوالئ او د طالبانو سره نظامي جنګ په افغانستان کي د دوو جبهو جنګ وباله . کرزي په خپله مرکه کي زیاته کړه چي د افغانستان په کلیو او بانډونو کي د امریکایي ځواکونو کړني طالبان لا پسي پیاوړی کړیدي . د امریکایانو عملیات د افغانستان په هر ګوټ کي د ناکامي سره مخامخ دي . تر څو د پاکستان سره پدی اړه خبری ونه شي ، د امریکا هر عمل به په افغانستان کي بي نتیجې وي . دا پدی چي طالبان که هر څومره ماته وخوري بیا هم د پاکستان له خوا بیرته پیاوړی راستیږي .
په کابل کي د امریکا یوه پخوانی لوړ پوړي دیپلومات د امریکا او کرزي سیاسی تاوتریخوالي په اړه وویل چي ددې دوو نظرونو د مخالفت اصلي فرق د خطر تحلیل او د خطر سره مبارزه ده . کوم وخت چي په کال ۲۰۱۰کي د امریکا اوکرزي تر منځ پر کندهار مخالفت را منځ ته شو ، امریکا و نه سوای کولای خپل پلانونه لکه څنګه چي یي پلان کړی وه عملي کړي . کرزي نه غوښته چي کندهار د بغداد په شان پر څو کنترولي حصوه وویشل شي . پایله یي داوه چي موږ ونه سوا کولای ، کندهار پاک کړو (له طالبانو نه) . نن ورځ طالبان په کندهار کي زیات پیاوړي شوي دي . هره اونۍ زیات بریدونه کوي . د اوباما د واکمنۍ دشروع په پرتله نن ورځ په افغانستان کي په سل ګونه بریدونه زیات شوی دي .
حامد کرزی چي يو وخت به دهغه مخالفینوپر هغه باندی خندل او هغه به یي د کابل ښاروال باله ، نن ورځ په ناڅاپه توګه د یو پیاوړۍ شخصیت په توګه د واشنګټن په مقابل کي دریږي او د خپل هیواد ځانګړیتوب غواړي . کرزی حتي و توانیدئ د امریکا مخصوص شپني عملیاتونه او تاکتیکونه د طالبانو په مقابل کي بند کړي . کرزي و کولای سوای ټینګار وکړي د بګرام د بندیخانی واک په خپل لاس کي واخلي چي په هغه ځای کي په سلهاوو بندیان د ترورو تر نامه لاندی ساتل کيږي . دکرزي ویاند ایمل فیضي وویل : کرزي پر امریکا سخته نیوکه کوي او وایي چي امریکا د بګرام د بندیخاني په هلکه هغه موافقتنامه چي باید دا بندیخانه په تیر سپتامبر کي و افغانانو ته ورتسلیم شوې وای او هغه بندیان چي د محکمې تر فیصلې وروسته باید ازاد شوي وای ، سرغړونه کوي . د ایمل فیضي له خولې حامد کرزي ویلي دي چی موږ لمړی دبګرام د بندیخانیې د تسلیمولوموده په خپله خوښه اوږده کړه او بیا مو هم د امریکا ټولټاکني په نظر کي ونیولې او د بندیخانې پر تسلیمولو مو ټینګار ونه کړ. اما اوس نو نورزموږ حوصله پای ته رسیدلې ده . او هغه هم کرزی وو چي ټولو بد لیدونکو ته یي قناعت ورکۍ چي د طالبانو سره د سولي خبری ضروري دي . کرزی داسی کارونه هم وکړه چي شخصي امنیتی کمپنیاني يی وتړلې او هغه وزیران یا والیان چي تر اشتباه لاندی راتله ، له دندو نه یي ګوښه کړل .
کرزی په غربي نړي کي د یوه ضعیف شخصیت په شکل پیژندل کیده . اما دا فکر غلط دی . په افغانستان کي د یوناما مشر «کای اید» چي د ناروي یو لوړ پوړۍ دیپلومات هم وو او د کرزي سره یي نزدي اړیکي درلودل ویي ویل : « کرزی په افغانستان کي لس کاله په سیاسي صحنه کي ولاړ دی او پر دي هیواد یي حکومت کړی دی . هغه که یو هوښیار شخصیت او ښه تاکتیکر نه وای ، نو هغه به دومرو وخت نه وای پاته شوئ . له هغه سره له بلي خوا کومه سیاسي مرسته نه کيږي »
د افغانستان د جمهوری ریاست یوه غړی وویل چی کرزي د واشنګټن سره په مخالفت کي دا سي زده کړه کړیده چي وايي امریکایان مجبوره دې هغه څه وکړی چي موږ یي غواړو . امریکایان همیشه تر موږ یو قدم شاته دی او امریکایان هیڅ وخت ماته شي ویلای چي ته بد وې اویا بد یي . څو موده مخکي کرزي نړۍ او امریکا ته په ګوته کړه چي افغانستان په خپلو ټولټاکنو کمیسیون کي بهرني څارونکي نه مني او د هغوی شتون یي د افغانستان له نافذه قانونو خلاف وبلل . کرزي دا هم زیاته کړه چي که امریکا او غربي هیوادونه وافغانستان ته د ځا ن ساتني لپاره وسله ور نه کړي ، افغانستان به چين او روسیي ته مخ ور وګرځوي .
د امریکا ، ناټو او د هغوی د انډیوالانو د کرزي داسی دريځ دناخوښي سبب شوی دی او وايي چي موږ نور و کرزي ته حوصله نه لرو . د امریکا یولوړ پوړئ مامور وايي : د کرزي همیشني نیوکي نور د زغملو وړ نه دي . موږ د کرزی په تشویش چي د افغانستان د ځانګړیتوب په اړه یي کوي ، پوره پوهیږو ، اما دامریکا سره تر کال ۲۰۱۴ وروسته مناسبات خرابول به د افغانستان راتلونکي ته ناوړه اغیزې را منځ ته کي . امریکا کرزي ته خبر تیا ورکوی چي د امریکا سره د مناسباتو خړ پړ کول به افغانستان بیله د بهرنیو میلیاردونو ډالرو نه په کورنی جګړو کي ډوب شي او په پاله کي به د کرزي ټوله کورنۍ د تباهي سره مخامخ کړي .
یو لوړ پوړۍ غربي دیپلومات وايی : هر سهار چي زه پر ۳ بجی له خوبه را پاڅم فکرکوم چي کله به دا ورځ راورسیږي . د کرزي یو نژدي کارکونکۍ واي : کرزی هم هر ورځ د غربیانو په اړه دغه فکر کوي . ټوله دا فکر کوي چي دا یو چانس دی چي اوسمهال دواړو خواووته لاس ته ورغلۍ دی . که نه نو په کال ۲۰۱۴ او یا لږ موده تر هغه وروسته به دا سیستم چپه شي . اوباما په افغانستان کي د خپلو سرتیرو شمیر سلو زرو ته ورساوه ، په سلهاوو میلیارډونو ډالرونه یي ولګول او څه د پاسه ۲۱۵۸ سرتیرو یي ژوند له لاسه ورکړ . خو په پایله کي د افغانستان ولسمشر د هغوی مخالف شو او د امریکا په مقابل کي ودریدئ . په کال ۲۰۰۸ کي د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن کوم وخت چي د کرزي سره د ماښام ډوډۍ ته ناست وو، له میز څخه ولاړ شو او له صالون نه ووت فقط پدی خبره چي کرزي په خپل حکومت کي اداري فساد دومره زیاد ونه باله . د جو بایډن دا حرکت د افغانستان په کلتور او رواج کي و کوربه ته لوی سپکاوی دی . ریچارد هولبروک د امریکا خاص استازي په افغانستان کي په کال ۲۰۰۹ کي ضروري وبلل چی کرزی له ولسمشري نه لیری کړل شي . هغه وویل چي که یي امریکا له دندې نه ګوښه کولای نه شي ، نو بیادی په عوض کي بل څوک پر لسمشری کښینوي .
د حامد کرزي او بارک اوباما د مناسباتو یخوالۍ هغه وخت هم څرګند شو چي بارک اوباما په کال ۲۰۱۰ کي بګرام ته سفر وکړ تر څو د خپلو سرتیرو سره لیدنه کتنه وکړي .په همدې شيه په پروګرام کي وه چي بارک اوباما به د بګرام تر لیدني وروسته د ماښام ډودي د کرزي سره د جمهوری ریاست په ماڼۍ کي خوري او په دې بهیر کي د افغانستان پر جنګ خبری وکوي . خو کوم وخت چي د جمهوری ریاست په ماڼۍ کي د اوباما راتګ ته تیاري نیول کیده ، له بګرام نه و کرزي ته تلیفون ورځي او اوباما خپله لیدنه له کرزي سره کنسل کوي پدې بهانه چي له بګرام نه کابل ته دا لنډه الوتنه بي خطره نه ده. د جمهوري ریاست یو کارکونکئ وایي ، کرزي دا بهانه قبوله نه کړه او ویي ویل چي اوباما ځکه خپل راتګ کنسل کړچي ما دامریکا دجنګ پر بهیر نیوکه کړیده . کوم وخت چي اوباما خپل راتګ کابل ته کنسل کړ ، کرزي هم د امریکا د ولسمشر سره له ویدیویي کنفرانس نه ډه ډه وکړه او خپل ځاي ته ستون شو . د امریکا د کړنو په بدل کی کرزي پر امریکا نیوکي کولي او همیشه به یي ویل چي امریکا د افغانستان په خرابیدو کي احتیاط نه کوی او دافغانستان ولس ته په سپکه سترګه ګوري . کرزي حتي یو ځل په ډاګه وویل چي که امریکایان پدی ترتیب و خپلو کړنو ته ادامه ورکړي ، هغه به له طالبانو سره لاس یو کړي . یوه غربي لوړ پوړي دیپلومات د کرزي په اړه يو ځل وویل چي کرزی يو پیچلۍ شخصیت دی او هغه که پوه شي چي څوک یي تحقیره وي نو بیا زیات احساساتي کیږي .
کرزی پخپله وایي چي د هغه مخالفت له امریکا سره د جورج بوش له وختو نه زیات د مخه تردې چي اوباما منځ ته راشي را منڅ ته شو . سبب یي شخصي امنیتی کمپنۍ ، د ملکی وګړو وژنه ، د افغانانو په کورونو ور ننوتل ، او د افغانستان قانون تر پښو لاندی کول وه . کرزي په خپله مطبوعاتي مرکه کي وويل چي دی بارک اوباما ته زیات احترام لري . دلته مسئله شخصي نه ده بلکه موږ پر موضوع خبری کوو . د کرزي دلیل دادی چي د افغانستان مشکل په کلیو او بانډونو کينه دی پروت ، بلکه له هیواد نه دباندي دی . ددی کار لپاره امریکا او د هغوی انډیوالانو هيڅ نه دي کړي . همدا یي سبب وو چي د افغنانستان او امریکا تر منځ کړکیچ پیدا شو او کرزي په واروارو واشنګټن ته وړاندیزونه کول چي خپل ځواکونه کنترول کي ، اما هغوی دا کار ونه کړ .
اوس کرزی د امریکا په هکله کوم ښه نظر نه لري ، او هم دهغوی دا دوهم پلان ته چي د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواک به ۳۵۲۰۰۰ کسانو ته رسیږي ، په ښه نظر نه ګوري . کرزي په دي نظر دی چي د امریکا شتون په افغانستان کي او د هغوي مالي مرستي افغانستان د همیشه لپاره دهغوی محتاج کوي چي دا کار به د رژیم سقوط ته لاره هواره کړي . کرزي واي زه پدلوی اردو عقیده نه لرم ، زه پدی عقیده يم چي موږ یومناسب اردو ولرو او هغه د افغانانو په پیسو وروزو ، دافغانستان د تکس په پيسو . اوس چي امریکا له افغانستان نه وزي ، نو هغوي د افغانستان خواهشات او ضروریات هیرکړه .
د کرزي ویاند ایمل فیضي وايي : کرزي په یوه لیدنه کي په افغانستان کي د امریکا عمومي قوماندان جان الن ته ویلي دي چي طالبان اوس د کابل و دروازو ته رارسیدلي دي او بیله کومی ویري خپل عملیات تر سره کوي . د لوګر او وردک په ولایتونو کي چي په کال ۲۰۰۹ کي یي ښه امنیت درلود ، اوس طالبان په غیر مستقیم ډول حکومت کوي . اوس افغان حکومت په خپل مابین کي پر دې موضوع خبري کوي چي ایا امریکا به په افغانستان کي تر کال ۲۰۱۴ وروسته خپلي پروژې مخ ته بوتلاي شی او که نه . اوس چي ۱۵۰۰۰۰ زره بهرنیان په افغانستان کي امنیت نه شي ساتلای ، نو څنګه به تر کال ۲۰۱۴ وروسته ۱۰۰۰۰ زره یا ۲۰۰۰۰ زره او یا ۳۰۰۰۰ امنیت راولي او کامیاب به شي . طالبان له خپله پلوه وایي هر چا که په افغانستان کي امریکایي اډو ته لاره هواره کړه او اجازه یي ورکړه ، د هغه ازل لیک به دشاه شجاع په شکل وي . په تیره میاشت کي کرزي د ناټو جنرال سکرټر اندرې فوګ راسموسن ته په نظر کي ورکړل چي د واشنګټن سره خپل ستراتیژیکي تړون له منځه یوسي .
والسټريت ژورنال د حامدکرزي لخوا د يوې خپرې سوي اعلاميې په حواله لیکي : افغانان غریب دی او څه نلري اما د خپل هیواد د ساتني او ځانګړیتوب لپاره ډیر مغروره او پیاوړي دي . دخپل هیواد د ځانګړیتوب د ساتلو لپاره افغانان اماده دي چي د امریکا سره ستراتیژیکي تړون له منځه یوسي او لغوه یي کي . داسي تړون په هغه وخت کي ګټورثابتیدای شي چي په هیواد کي پوره امنیت شتون ولري . او که هغسي نه وي بیا نو دا سي تړون کوم اهمیت نلري . که ناټو او امریکا په ساده شکل له افغانستان څخه ووزي ، دا کار به ناټو او امریکا ته زیاتی ستونزي را منځ ته کړي . کرزي غواړي چي امریکا په افغانستان کي یوه ډیرکم رولولوبوي ، خو د امریکا یو لوړ پوړئ مامور وايي : کرزي صاحب احتیاط کوه او ښه فکر وکړه چي ته څه وايې او څه غواړې غواړې .