کور / تازه خبرونه / نن پرښځو د زور زياتي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده

نن پرښځو د زور زياتي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده

نن یکشنبه دنوامبر ۲۵ نبټه په ښځو باندې د ظلم زور زیاتې او تیري د له منځه وړلو نړېواله ورځ ده. دغه ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ میلادی کال کې د ملگرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ لخوا وټاکل شوه.
د ملگرو ملتونو عمومي منشی بان کیمون په یوه خپورکړی بیان کي پر ټولو حکومتونو ږ غ کړیدی چې خپلې ژمنی ښې سمې ترسره کړي اودنړۍ په ټولوبرخوکې په ښځواو جنکوباندي هرډول ظلم زوریاتي او تیري ختم کړی.
دملگروملتونواداري دښځواونارینوودحقوقودبرابرۍ اودښځودواک لپاره نوی ابتکارچې کومېټ نومیږی په ډاګه کړیدی ،دغه کمېټ دنړۍ دحکومتونونه غواړي چه خپلي ژمنې عملي کړی اوهغه مظلومانې ښځي وژغوري چې دظلم اوتشددقربانیانې دي.
کترین اشتن داروپایي اتحادیې دبهرنیو چارواو دخارجي پالیسۍ عالي کمیشنره وایي په ښځوباندی ظلم زور اوتیری زمونږ دزمانۍ دبشري حقوقونه لویه او غټه سرغړونه ده.
بله خواه دافغانستان دښځو چارودوزارت په یوه رپوټ کي راغلي دي ، چي دافغانستان دښځوچارو وزارت دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي د ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پېښودثبتېدوخبر ورکړیدي چي دتیرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې٪ ۲۸ سلنه زياتوالې راغلي دئ همدارنګه په دې وروستیو میاشتوکې په افغانستان کې په ناوړه اوبې رحمانه ډول سره یوشمېر ښځې دخپلوکورنیودغړواویاهم دناپېژاندوکسانوله خواوژل شوېدی،دبشري حقونواود ښځو دمدافع ټولنوپه دي هکله خپلي ژوري اندېښنې ښودلي دي.
دافغانستان دبشري حقونوکمیسیون وايي، په تېرونژدې اوومیاشتوکې یې د ښځو دسرغوڅولو،سوځیدلو، له میندو سره د هغوی داولادونودیوځای وژل کېدواو په دارځړولونژدې ۷۰ پېښې ثبت کړې دي.
ځوځینې خلک بیا په دې باوردي، چې دقانون نه پلې کېدل اوله قانون نه ناخبرتیا هغه څه دي، چې دښځو پر وړاندې د زور زیاتي لامل شوې دي .د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر ټولوستر لاملونه داسلام په سپېڅلي دين کې د ښځو له حقونوڅخه ناخبري او بې سوادي، اقتصادي ستونزې، دافغاني ټولنې ناوړه دودونه اوکورني تاوتريخوالي بلل کېږي، چې ډېری خلک په دې اړه ديني عالمان هم ګرم بولي او وايي، چې په خپلو وعظونو او نصیحتونوکې د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته لارښوونې نه کوي. بل لوري دبشري حقونونړېوال سازمانونه اوپه افغانستان کې دبشري حقونوفعالينو پرحکومت غږ کړی، چې له ښځوسره د زورزياتي دمخينوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
که څه هم حکومت د ښځو پر وړاندې دزورزیاتي اوظلم ناوړه عمل منع اعلان کړیدی ، خوحکومتي چارواکي تر اوسه په دې کې پاتې راغلی دی ،چې په بشپړ ډول له ښځو سره د زور زیاتي او تاوتریخوالو پېښې ودروي.ولې حکومت اود نورو بشري حقوقي ټولنوله ټولوهڅو سره سره لاهم روښانه نه ده ،چې په افغانستان کې به دښځو پرو ړاندې روان تاوتریخوالې کله پای ته ورسیږي اودغه دټولنیز انسانې ژونددانسانانو نیمایی برخه به کله خپل حق ترلاسه کړی.