کور / تازه خبرونه / کابل پوهنتون: دمحصلينو تر منځ نښتي مرګ ژوبله واړوله

کابل پوهنتون: دمحصلينو تر منځ نښتي مرګ ژوبله واړوله

کابل:دکابل څخه رارسیدلي خبرونه وایی چي،نن دمرکزی پوهنتون دمحصلینوترمنځ دمحرم الحرام (دعاشورا )ورځې دمراسمودلمانځلوپرسر لفظې شخړه په مرګوني نښته وواښته اویوشمیرمحصلین پکښی مړه او ژوبل شوي دي.
د کابل پوهنتون په مرکزی لیلیي کي دشیعه اوسُني محصلینوترمنځ نښته هغه وخت رامنځته شوه،چې دشیعه او سني محصلینو ترمنځ دعاشورادمراسمودلمانځلو پرمهال لفظي شخړه په ناندریوپیل شوه.
سرچینه زیاتوی چې شیعه محصلینوغوښتل دمرکزی لیلیې په جومات کي دماتم مراسم ترسره کړي، خوسُني محصلینویې مخه ونیوله. وروسته دواړولوریو یوپربل باندي دلرګیواوډبرو وارونه وکړه چي له امله یی مرګ ژوبله رامنځته کړه اویوشمیر پکي مړه او ټپیان سول.
د کابل د ۱۰۱ اسمایی زون قوماندانۍ دجنایي جرمونودتحقیقاتو رئیس هم یاده پيښه تاییدکړی اوددووتنودوژلواو اتوتنو ټپیانوخبر یې ورکړی دی.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونوسیمه ترخپل کنټرول لاندې راوستې اواوس په پوهنتون کې حالات سم شوي دي.
خویوه بله امنیتي سرچینه بیا وایي،چې ترماښام وروسته هم په سیمه کې تاوتریخوالی شتون درلوداو له نورو سیموڅخه هم یو شمیرکسان ددغومحصلینودملاتړ لپاره راغلي وو.
دغې سرچینې زیاته کړه ،چې دکورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ، دملي امنیت لوي رئیس اسدالله خالد،دترانسپورت وزیر داؤد علی نجفي، دولسي جرګي ځیني غړي اویو شمیر نور لوړ پوړي امنیتي چارواکي هم سیمې ته ورغلي دي .
سرچینه وا یی، چي راغلولوړپوړوچارواکودکابل پوهنتون په انګړکي بیړنې غونډه ونیوله اوپریکړه یی وکړه چي دټول مرکزی پوهنتون محصلین دي دلسوورځولپاره تعطیل شي. داپه داسی حال کي ده، چي ددي پوهنتون محصلین دمګړۍ دازمویني دورکولوپه درشل کي بوخت دي.
دیادونې وړ ده چې څومیاشتې مخکې دپخواني جهادي قوماندان اوددفاع وزیر احمد شاه مسعوددتلین پرمهال د هغه د پلویانو او هزاره توکمو ترمنځ نښته کې یو شمیرکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.