تر ټولو مهمه خبره خو دا ده چي ما په ژوند کي په عملی سیاست کي یو ګام هم نه دی پورته کړی. خو په افغانستان کي د څه باندي دیرش کلنو غمیزو په جریان کي یوه شیبه هم هم چوپ نه یم پاته سوی او د شعر او قلم په ژبه مي، هره شیبه، د خپل بې پناه او ځپلي اولس ملاتړ کړی دی. په امریکا کي تر ټولو اوسیدنکو افغانانو مي افغانستان ته زیات سفرونه کړي او هر ځل مي د منورینو او ځوانانو سره د لیدنو کتنو او ادبي ناستو کي د برخي اخیستلو ترڅنګ د روانو ناخوالو پر ضد خپل ږغ پورته کړی دی. په وروستي یوه کال کي مي درې ځله افغانستان ته سفرونه کړي او بیلو بیلو ولایتونو ته تللی یم. البته زما وروستني سفر، چي د اکټوبر د څوارلسمي څخه د نوامبر تر لسمي پوري یې دوام درلود، له نورو مخکنیو سفرونو څخه توپیر درلود.
په وروستیو سفرونو کي زما څخه ځینو کسانو، په تیره ځوانانو، هیله کړې وه چي یوازي د شعرونو په لیکلو او ادبي فعالیتونو بسیا نه سم او په سیاسي ژوند کي برخه واخلم. که څه هم چي زما ټولو خواخوږو ملګرو ماته هر وخت ویلي او اوس هم راته وایی چي په افغانستان کی سیاست یو بدنام کسب دی او، له سره تر پایه، د خلکو پر مالونو، سرونو او حتی ناموس باندي کرغیړنه دوکانداري ده او هسي نه چي خپل ګټلی نوم به پکښی بایلې. خو کله چي سړی د افغانستان د زوریدلو اولسونو اوسني حالت ته ګوري، چي په زغرده ویلای سي په سلو کی سل خلک ناراض دي، او یوازي هغه کسان راضي او خوشاله دي چي د کرزي له نظام څخه ناروا ګټي ترلاسه کوي، نو زما په څیر یو سپیڅلی او پر اولس مین شاعر څرنګه بیطرف پاته کیدلای سي.
د تیر دوبي په موسم کي، په جرمني کي د خپل یوه خواږه او څه باندي څلویښت کلن اشنای، مرحوم عوض درګي، د فاتحې په مراسمو کي د برخي اخیستلو لپاره د فرانکفورټ ښارته ولاړم. زما دې وروستي سفر له ټولو مخکنیو سفرونو څخه توپیر درلود. د سفر په ترڅ کي مي په هالینډ، بلجیم، لندن او د جرمني د فرانکفورټ، هامبورګ او مونشن په ښارونو کي په زیات و کم لسو وړو او لویو سیاسي مجلسونو کي برخه واخیستله. په ټولو مجلسونو کي مي اروپا میشتو منورینو ته وعده ورکړه چي زه به د افغانستان د جمهوری ریاست په راتلونکو انتخاباتو کي مشروط کاندید یم. یعني که مي د تیر ځل په څير د ملاتړ لپاره کوم بل کاندید پیدا نه کړ نو زه به پخپله میدان ته کیږم، ځکه چي د هیڅ ډول مسولیت او هیڅ ډول تهدید څخه ویره نه لرم او د ویني تر وروستي څاڅکي پوري ولاړ یم.
پر ما ګران او پر ما مین، ځوان احمد ولي اڅګزی، چي په تنکۍ ځواني کي یې پښتو ژبي ته دونه خدمتونه کړي دي، چي موږ خلکو په سپینه ږیره نه کړي او نه مو په وس پوره دي، له ډیر لیري ځایه څخه، زما لیدلو ته، د فرانکفورټ ښار ته راغلی وو. په فرانفکورټ کي یې، د سیند پر غاړه د قدم وهلو په ترڅ کي، زما په غاړه کی لاس را واچاوه او راته وې ویل چي ستا مرګ به زما لپاره د ژوند تر ټولو غم لړلې پیښه وي. هغو کسانو چي ستا سره د هر ډول مرستو ژمنه کړې ده؛ تا د مرګ تر خولې پوري بدرګه کوي؛ خو هلته چي شاته وګورې نو پر میدان به یوازي ولاړ یې. زه پوهیدم چي ځوان احمد ولي جان ریشتیا وایی. خو ما له خلکو سره ژمنه کړې وه او باید چي افغانستان ته تللی وای. د اکټوبر د میاشتي په نیمایي کي کابل ته ولاړم. مخکي له هغه چي د سیاست په عملي ډګر کي د مرګ او ژوند خبره راسي، او په نظر کي نیول سویو کارونو د عملي کولو په لاره کي دي یو ګام پورته کړوهغو کسانو چي زما سره یې د هر ډول مادي او معنوي مرستو ژمنه کړې وه چنداني مرسته ونه کړه. زه او ډاکټر حکمت الله حکمت تش لاس، یوازي او بې پروګرامه پاته سوو. د وچ کلک مجبوریت له مخي مو، د ډاکټر حکمت په ابتکار، د ولایاتو کلتوري سفرونو ته، چی ما هیڅ ډول تیاری نه ورته درلود، مخه کړه.
ځوان شاعر او ژورنالیسټ هارون حکیمي او شاعر، لیکوال او ژورنالیسټ لال پاچا آزمون، چي پخوا یې هم زما سره د ولایاتو په سفرونو کي ډیره ګټوره انډیوالي کړې وه، په دې کلتوري سفرونو کي راسره ملګري وه او زموږ د سفرونو خوند یې دوه چنده کاوه. د هیلمند ولایت په هوايي ډګر کي د نورو هرکلي کونکو ترڅنګ ، چي د ګلونو ګیډۍ او امیلونه ورسره وه، د ولایت د هزاره وروڼو د کلتوري ټولنو درې څلور مشران هم حاضر وه. ما خپلو ټولو دوستانو ته وویل چي تر زرهاوو پښتنو هر کلي کونکو او د ګلونو تر ګیډیو او امیلونو د دې دریو څلورو هزاره وروڼو حضور زیات ارزښت درلود. ځکه چي دا زما د ملي یوالي د مفکورې مستقیمه ترجماني وه. د هیلمند ولایت په انګړ کي د شپې په مشاعره کي یوه هزاره ورور پښتو شعر ولووست. په چک چکو او احساساتو بدرګه سو او د وطن پالني له احساساتو ډکه خاطره به مي هیڅ وخت له یاده ونه وزی.
د هیلمند ولایت په دوه ورځني سفر کي شاعر، لیکوال او ژورنالیسټ زاهد شاه انګار او د پښتو ژبي وتلی شاعر او لیکوال نورالحبیب نثار را سره ملګری وو. نورالحبیب نثار مي، که څه هم چی اوس هم ځوان دی، څه کم شل کاله مخکي په پیښور کي هغه وخت لیدلی وو چي په سر کی یې یو سپین ویښته هم نه وو او په هغه ځواني کي د پښتو په شعر کي لکه ستوری ځلیدی. له لیدلو څخه یې ډیر خوښ سوم. خدای دي وکړي چی بیا بیا سره ووینو. زاهد شاه انګار د هیلمند د مشاعرې په ماښام یو قیمتي ریکارډر، چي ده ویل ډیري زیاتي مرکې یې پکښي ثبت کړي وې، ورک کړ. که څه هم ده ډیره هیله درلوده چي ګوندي بیرته به یې لاس ته ورسي. خو موږ ټولو ورته ویل چي له ریکارډر څخه لاس پرې مینځي. ځکه هغه چا چي درڅخه وړی دی حتما یې په کار وو او بیا یې نه راوړي.
دې ټولو شاعرانو او لیکوالو دوستانو راته ویل چي له سیاست کولو څخه مایوس نه سم او باید چي ټول افغان لیکوالان او شاعران په سیاست کي برخي اخیستلو ته وهڅوم. دوی ټولو ویل چي که شاعران، لیکوالان او ژورنالیسټان په سیاست کي برخه وانه خلي، او یوازي د شعرونو، مضامینو او رپوټونو په لیکلو بسیا سي نو میدان یوازي حاکمو داړه مارانو، قاتلانو او وطن پلورونکو ته پاتیږي. دوی ټولو ماته ویل چي د افغانستان په زرهاوو ځوان لیکوالان، شاعران او ډیر زیات اولسي کسان ستا په شخصیت اعتماد او باور لري او ته باید، د هیواد د یوه ملي نهضت په ګټه، له دې باور څخه استفاده وکړې. ریشتیا هم، په افغانستان کي سیاسی دوکانداریو او پرله پسې بیرحمانه دسیسو، پر یوه بل باندی، اعتماد او باور دونه له منځه وړی دی چي سړی یې د زعامت بحران بللای سي؛ زما په عقیده د زعامت بحران د ټولني په سیاسي ژوند کي تر بل هر راز بحران خطرناک دی؛ او د ډیر وخت لپاره د یوې متحدي جبهې د جوړیدلو امکانات له منځه وړي. دغه ګړی، د هغي عمومي عقیدې په خلاف، چي وایی په افغانستان کي، په اصطلاح، قحط الرجال دی، د ساینس، تخنیک، اجتماعیاتو او سیاست په ډګر کي دونه پوهان او ماهران لرو چي ښایی د افغانستان په تاریخ کي مو چنداني نه وي درلودلي. خو له بده مرغه چي دغه پوهان یا دونه بې وسه دي چي څوک یې پر سورنا غوږ نه نیسی. یا د زعامت د بحران ښکار دي او تړلي لاسونه ناست دي او یا چي یې څه په وس پوره دي هغوی سپیڅلي شخصیتونه، خوږمن زړونه او د وطن پالني احساسات نه لري. ګواکي:
چي دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
په زړه پوري خبره دا ده چي د اروپا منورینو، چي ما، نه پوهیږم ولي، ډیر زیات حساب ورباندي کړی وو، د اروپایی هیوادونو په ټولو څه باندي لسو مجلسونو کي زما د سیاسی دریځ هرکلی کړی وو او ما ته یې د مادي او معنوي مرستو وعدې راکړي وې، زما څخه یوه ټلفوني پوښتنه هم نه ده کړې چي جهاني صاحب! ستا خبري تر کومه ځایه ورسیدلې؟ ماته د لر او بر ویب پاڼي موسس او مسول عبدالله احسان وویل چي په هالینډ او بلجیم کي میشتو افغانانو، چي موږ لیدني ورسره کړي وې، ټلفوني تماسونه نیولي او د حرکت د نتیجو به باره کي یې پوښتني ورڅخه کړي دي خو زما سره اروپا میشتو منورینو چنداني مستقیم تماس نه دی نیولی. موږ، له بده مرغه، عادت کړی دی چي په افغانستان کي د هر ډول اجتماعي او سیاسي حرکت شاته د خارجي لاسونو او مرستو څرک لګوو. ما ته په افغانستان کي ځینو کسانو په زغرده وویل چي وروره که د امریکا مرسته درسره نه وي نو هسي خپل سر مه خوږوه. زه، په دې برخه کي، افغانان، تر ډیره ځایه، حق په جانب بولم. ځکه چي په دې وروستیو لسیزو کي چي هر ډول سیاسی حرکت پیل سوی دی شاته یې بهرني لاسونه ، مرستي او دسیسې ورسره وي. او چي بهرنۍ مرستي ورسره نه وي هغه حرکتونه یا سمدستي یا ورو ورو ناکام سوي او له منځه تللي دي. خو که د سیاست او سیاسي حرکتونو په برخه کي د افغانانو دغه راز سلوک تغیر ونه کړي او هر وخت یې سترګي خارجي مرستو ته نیولي وي نو سړی راتلونکي ته چنداني هیله من کیدلای نه سي. په دې کي شک نسته چي افغانستان اوس په داسي حالت کی دی چي د بهرنیانو له سیاسی، پوځي او مالي مرستو پرته ژوند نه سي کولای. خو موږ باید په ځان کي دا جوهر ولرو چي بهرنیان زموږ مرستو ته را ودانګي نه دا چي موږ پر بهرنیانو او ګاونډیانو باندي کچکول وګرځوو؛ لومړی د هغوی غلامي او مزدوري ومنو او بیا د سیاست میدان ته راسو. که داسي وکړو نو د خپل تاریخ غم لړلي پیښي به تر قیامته تکراروو او د غم لړلو پیښو لړۍ به تر ابده دوام لري.
ما اروپاته د خپل سفر په ترڅ کي، په هالینډ کي د محترم عبدالرحیم هاتف سره وکتل. له هغه څخه مي په عملی سیاست کي د خپلي برخي اخیستلو په باب مشوره وغوښتله. د هغه خبري، لکه څرنګه چي زه د ځوانۍ له وخته ورسره بلد وم، ټولي پر واقعیتونو او غښتلو منطقي دلایلو ولاړي وې. د هغه د خبرو خلاصه دا وه چي وطن له لړمانو او مارانو ډک دی او په اوسنۍ وضع کي تغیر راوستل به ښایی زما په وس پوره نه وي او که حتی قدرت هم ونیسم د هغه څه عملي کول به، چي زه یې غواړم ، اسانه نه وي.
د اکټوبر په میاشت کي مي، افغانستان ته له تللو څخه مخکي محترم ډاکټر صاحب عبدالستار سیرت ته ټلفون وکړ او د خپل نیت د عملي کولو په برخه کي مي سلا ورسره وکړه. سیرت صاحب راته وویل چي په سیاست او انتخاباتو کي د برخي اخیستلو په باب هر سړی خپل اختیا لري خو دی په افغانستان کي انتخاباتو ته عقیده نه لري. ځکه چي په افغانستان کي ټول انتخابات پر غبن، زور او خیانت ولاړ دي. دوستم، فهیم او د هغوی په څیر نور کسان په انتخاباتو کي دوه سوه میلیونه ډالره په دونه پوړه زړه لګوي چي موږ دوه سوه افغانۍ نه سو لګولای. ده په خندا راته وویل چي په تیرو انتخاباتو کي دوستم تر ده ډیري رایی وړي وې او له دې څخه د هر څه قیاس کولای سي.
زه، د دې ټولو خبرو سره سره، بیا هم پر خپل هوډ ولاړ یم. په عملي او نظري سیاست کي به، د وخت له تقاضا سره سم، برخه اخلم. که نور هیڅ نه لرم نو دا یو خوار ځان خو به سل ځله قربان کړم او د وینو تر وروستي څاڅکي پوري په افغانستان کي د یوه عادلانه نظام د ټینګیدلو او اوسني فاسد حکومت او ادارې د لیري کولو لپاره به، چي د افغانستان د ټولو خلکو پر اوږو یو دروند باردی، په تش لاس جنګیږم. ما د ملي یوالي او په هیواد کی د نسبتا عادلانه انتخاباتو د کیدلو لپاره ټولو سیاسی ډلو او د هیواد او خلکو په درد خوږمنو منورینو ته د یو کیدلو بلنه ورکړې ده. خو تقریبا هیچا مي پر آواز غوږ نه دی نیولی؛ او یوازي دوو یا دریو کسانو مي د ملي یوالي د طرحي ملاتړ کړی دی. تر اوسه خو نه د یوې متحدي غښتلي جبهې د جوړیدلو څرک لګیدلی دی او نه په میدان کي د داسي غښتلي کاندید پته لګیږي چي سړی دي د اوسني فاسد نظام د لیري کولو، سولي او امنیت د ټینګولو او عدالت د قایمولو په برخه کي زړه ورباندي وتړي او د روښانه راتلونکي په اړه دي حساب ورباندي وکړي. زموږ د هیواد ځوان او د پاخه عمر منورین، د دې پر ځای چي د خپل اولس دردونو او کړاوونو ته، چي له بې امنیتۍ څخه نیولې تر بې عدالتۍ، لوږي او بیکارۍ څخه کړیږي، توجه وکړي له سهاره تر ماښامه د یوه بل پر لیکنو او دریځونو باندي په انتقاد کولو او حتی په غندلو او دښمنیو لګیا دي. که په اروپا، امریکا او افغانستان کي منورین په دغه اوسني شکل پاشلي وي نو د محترم سیرت صاحب خبره ډیره پر ځای ده چی سړی راتلونکو انتخاباتو ته چنداني تمه نه سي کولای.
څه باندي دوې هفتې مخکي په کابل کي ډیره ټینګه اوازه وه چي جمهوریس کرزی غواړي د خپل قدرت د دایمي کولو لپاره یوه لویه جرګه را وغواړي او په اساسي قانون کي لازم تعدیلات راولي. ماته یوه تن چي ویل یې پخپله یې د جمهوریس کرزي په امنیتي غونډه کي برخه درلوده وویل چي جمهوریس کرزي پیشنهاد وکړ چي که څوک د جمهوری ریاست لپاره ځان کاندیدوي نو باید چي لږترلږه لس کلونه پرله پسې په افغانستان کي اوسیدلی وي. جمهوریس کرزی غواړي په دې توګه ځان له دوو دریو سیاسی حریفانو څخه بیغمه کړي باقي توکل پرخدای. ما په افغانستان کي، لږترلږه له دریو کسانو سره، چي ښایی د جمهوری ریاست په راتلونکو انتخاباتو کي مهم کاندیدان وي، خبري کړي دي او دریو واړو راته ویلي دي چي جمهوریس کرزي د بشپړ ملاتړ ژمنه ورسره کړې ده. خو حقیقت دا دی چي که هغه د لويي جرګې او یا کومي بلي لاري خپل قدرت دایمي نه کړای سي نو یوازي د خپل مشر ورور قیوم کرزي تر شا دریږي؛ ځکه چي نه غواړي قدرت د دوی له کورنۍ څخه بل چا ته ورسیږي. دا چي بهرني قدرتونه به د جمهوریس کرزي له دې پلانونو سره، د امکان په صورت کي څومره مخالفت وکړي، او مخالفت به یې څومره اغیزمن وي، دا خبره لا څرګنده نه ده خو که زموږ منورین او د اوسني فاسد نظام مخالفین همدغه اوسنی دریځ ولري او خپل ټول وخت پر یوه بل باندي د انتقادونو په کولو او د دې یا هغه وزیر په غندلو ضایع کړي نو، په نیژدې راتلونکي کي، په روانه غمیزه کي د تغیر تمه نه سي کیدلای.