یو وخت سوی او ګیدړه سره ملګري وه خو هغه ډېر پخوا وو. په هغه وخت کي سوی کوچیني غوږونه او یوه ډېره اوږده او ښایسته لکۍ درلودلل. یوه ورځ ګیدړي سوی ته وویل:
– سوی! راځه چي ولاړسو ډنډ ته او ماهیان ونیسو.
سوی ورته وویل:
– دا مي خوښه ده خو په څه شي به ئې ونیسو؟
ګیدړي وویل:
– دا ستونزه نه ده. په خپله لکۍ ئې ونیسه ځکه ته یوه ډېره ښایسته، اوږده لکۍ لرې. مازي خپله لکۍ په اوبو کي واچوه او کله چي ماهی یې په خوله کي ونیسي، ته دي لکۍ ژر راکش کړه.
سوی وویل:
– دا خو سمه ده. مګر زه یوه پوښتنه لرم. ته ئې ولي په خپله لکۍ نه نیسې؟
ګیدړي وویل:
– زما لکۍ دونده اوږده او ښایسته نه ده لکه ستا دا.
او له دې سره دوی د ډنډ غاړي ته ولاړه. سوی د اوبو د غاړي سره کښېنستی او خپله لکۍ یې په اوبو کي واچوله. ګیدړي په اوبو کي کتل چي ماهی سته که نه. لږ وخت وروسته سوی نارې کړې:
– ګیدړي! وګوره چي څه شي زما لکۍ نیولې ده. امکان لري یو غټ ماهی به یي ځکه چي نژدې دئ چي ما اوبو ته واچوي.
ګیدړي وکتل او نارې ئې کړې:
– یو غټ کشپ دئ! هله لکۍ دي راکش کړه که نې ډوب به دي کړي.
ګیدړي رښتیا ویل. یوه غټ کشپ د سوی لکۍ نیولې وه او اوبو ته ئې کشوله. سوی نارې کړې:
– ګیدړي! ګیدړي! ما ونیسه که نه ما به ډوب کړي.
ګیدړي د سوی غوږونه ونیول او په زوره یې کش کړه. دونده ټینګ یې کش کړی چي نژدې وو غوږونه یې پري سي خو پرې نه سوه مګر اوږده ډېر سوه. بلاخره ګیدړي سوی وساتل مګر د سوی لکۍ پرې سوه او ډېره یې د کشپ په خوله کي پاته سوه. د هغه وخت راهیسي د سوی غوږونه اوږده دي او لکۍ ئې کوچنۍ ده.
موږ د دې څخه دا زده کړه چي څوک مه پرېږده چي تا خطرناکو کارو ته تشویق کړي.
( د امریکا د هیواد څخه)