ډېر پخوا ټولو حیوانانو یوځای ژوند سره کاوه. یوه ورځ غڼي ټولو حیوانانو ته مېلمستیا وکړه. ټوله حیوانان راغله او تر ډوډۍ خوړلو وروسته غڼي موسیقي ږغول شروع کړل. ټولو ته ئې ډېر خوند ورکاوه ځکه چي غڼې ډيري ښې غزلي ویلای سوای او رباب یې هم ډېر ښه زده وو نو ټولو وغوښتل چي اتڼ ورته وکړي. ټولو حیوانانو دونده اتڼ وکړ څو چي د ستړیا د لاسه چپه سوه خو یوازي پیشي او موږک تر اخیره پوري پاته وه لا ئې اتڼ کاوه. دوی به اتڼ ته دوام ورکړی وای که د موږک پرتوګاښ سست سوی نه وای. ټولو حیوانانو بېله پیشي او موږک څخه ډېر وخندل. خو پیشي ته دونده ډېر درد ورغی چي د برېتو څخه ئې بڅرکي غورځېدل، کوښښ یې وکړ چي موږک ونیسي. خو موږک د بیري او شرم د لاسه د دېوال په یوه غار کي پټ سو. د هغه وخت راهیسي پیشي بیا اتڼ نه دی کړي او موږکان د شرم د لاسه په سوریانو کي ژوند کوي.
موږ د دې څخه زده کوو چي هلکان باید ټوله عمر خپل پرتوګاښ ټینګ وتړي که نه دوي به هم په سوریانو کي پټېږي.
( د یونان د هیواده څخه)