وسله وال طالبان وايي چي نن ورځ په هلمند ولايت کي يو سيميز پوليس د دوى ليکو ته ور اوښتى .
د طالبانو يوه خبري سرچينه ليکي چي ياد کس نن ورځ د ياد ولايت په مارجه اولسوالۍ کي د دوى سره يوځاى سوى او د خپل ځان سره ئې يوشمېر وسلې او مهمات هم ور وړى .
دا لومړى ځل نه دئ چي وسله وال طالبان د دا ډول پېښو خبر ورکوى بلکي ډېرى وخت د افغانستان د بېلابېلو ولايتو څخه دا ډول خبرونه ورکوي .
په دې اړه تر اوسه خيله د هلمند ولايت امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.