کور / تازه خبرونه / حکومت او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

حکومت او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د چهارشنبې په شپه د موسى كلا ولسوالى د كښته دهزورد پوليسوپر امنيتي پوستې وسله والو بريد وکړ او چي پايله كې يې دوه وسله وال چې د پوليسو جامې يې په تن وې وژل شوي اودرى نورپه تيښته بريالي شوي دي.
همدا رازپه دې نښته كې يو پوليس هم وژل سوى او بل ټپي شوى چې اوس مهال په روغتون كې تردرملنې لاندې دى.
تردې نښتې وروسته پوليسود وژل شويو وسله والو مړي،دوه عرادې موټر سيكل بمونه،يو سراچه موټر او يو كلاشينكوف ترلاسه كړي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.