کور / تازه خبرونه / کوټه : د ملېشې پر ګزمه بريد ۷تنه وژلي او ٢٠ نور ژوبل کړيدي

کوټه : د ملېشې پر ګزمه بريد ۷تنه وژلي او ٢٠ نور ژوبل کړيدي

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو د ګزمې پر موټر بمي بريدسوى، چې په کې امنيتي سرتېرو اوولسي  وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،په چاودنه کې د امنيتي ځواکونو په شمول ٥ تنه وژل سوي او ٢٠ نور ژوبل سوي دي.
د چارشنبې په ورځ د کوټې په شهبازټاون سيمه کې د ملېشه ځواکونو پر پوسته  هغه مهال بريد وسو، کله چې سرتېرويادي پوستې ته څېرمه ګزمه کوله. په بريد کې د يوې ښځې او ملېشه ځواکونو د سرتېرو په شمول پنځه  تنه وژل سوي او شل  نور ژوبل سوي دي.




د کوټې د پوليسو د مشر ميرزبير په وينا پنځلس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په يوه ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى سوى وو او چاودنه د ريموټ کنټرول په واسطه  سوې ده.
د کوټې د انتظامي چارو مسوول قمبردشتي وايي، چې چاودنه په شهباز ټاون کې سوې ده، او کېداى سي چې هدف يې د امنيتي سرتېرو د ګزمې موټر وو، په  پېښه کې ژوبل سوي نظامي او سول روغتون ته وړل سوي دي، چې د روغتون د چارواکيو په وينا د زياترو حالت د اندېښنې وړ دى. که څه هم ډاکټرانو په کوټه کې د ډاکټر د تښتونې پر ضد په دولتي او شخصي روغتونونو کې کاربنديز اعلان کړى، خو له ډاکټرانو غوښتل سوي چې د انسانيت په خاطر دي د ټپيانو درملنه وکړي.




د ايالت د کورنيو چارو سيکرټر اکبرحسېن دراني وايي چې په  محرم کې د عاشورا په  جلسونو کې يې د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي لپاره  يې په ښار کې سخت امنيت نيولى دى. او د امنيت ساتلو لپاره به خپلې هڅې نوري هم ګړندى کړي.
د بريد پړه په سمدستي توګه چا پر غاړه نه اخېستې، خو پر امنيتي ځواکونو د زياتره بريدونو پړه بلوڅ ازادي غوښتونکي سازمانونه پر غاړه اخلي.