د مولوي عبدالباقي په گډون ياد شوي شل تنه د سه شنبې په ورځ د هلمند سنگين ولسوالى ته د سولې د عالي شورا د رئيس صلاح الدين رباني ورسره ملگري پلاوي،د هلمند والي الحاج محمد نعيم اوورسره پلاوي د سفرپرمهال خوشي شول.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د سنگين له خلكوڅخه وغوښتل چې د سولې د پروسې په پياوړي كولوكې رغنده رول ولوبوي ترڅوله سنگين ولسوالى څخه تركجكي ولسوالى پورې د غزيدلې لارې جوړلواوهمدا رازد كجكي د بريښنا د فابريكې بيا رغولواوپياوړي كولوته لاره هواره شي.
د هلمند والي د سنگين اوسيدونكوته ډاډ وركړچې په نږدې راتلونكي كې به په دې ولسوالى كې په بيلابيلوبرخوكې يوشميرپروژې پيل اوترډيره به د سنگين اوسيدونكوستونزې راكمې شي.
ورپسې د سولې د عالي شورا رئيس صلاح الدين رباني وويل چې هلمند ولايت بيا په ځانگړي ډول سنگين ولسوالى ته يې د سولې پيغام راوړى اوپه همدې موخه يې هڅې ترسره كړې چې دا مهال له بگرام زندان څخه د مولوي عبدالباقي په گډون شل تنه دهلمند اوسيدونكي خوشي شول.
هغه يوځل بيا په وسلوالومخالفينوغږ وكړچې د سولې له پروسې سره يوځاى شي اوجگړه د حل لاره نه ده اړينه ده چې په گډه د هيواد پرمختگ اوبيا رغونې لپاره مټې رابډ وهو.
وروسته د غونډې ځينونورگډونوالوهم وينا وې وكړې اود سنگين د ټولنيزې شورا غړوپه ډاگه كړه چې د سولې د ټينگښت په برخه كې به خپلې هڅې نه سپموي اود پخوا په څيربه په دې برخه كې هلې ځلې كوي.
د يادونې وړده چې په دې سفركې د سولې د عالي شورا له رئيس صلاح الدين رباني سره په افغانستان كې د امريكا سفيراود انگلستان د سفارت استازي هم مليتا كوله.
تر دغه سفر وروسته کله چي نوموړئ کاروان بيرته د هلمند مرکز لښکرګاه پر خوا روان وو ، دوه ځايه د وسله والو طالبانو د کمين سره مخامخ سول چي په نښتو کي پوليسو ته هم مرګ ژوبله واوښته .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه