نن دفراه ولایت مقام دغونډو په تالارکې دفراه د۳غربې ولسوالیو۱۵۰ مشرانو ،دشوراګانواستازواو غړوپه داسې حال کې دفراه والې ډاکټرمحمد اکرم خپلواک سره ولیدل چې دولایتې شوراغړې دکلیواوپراختیا بیارغونې ، کرهڼي اودقومونو قبایل ریسانو هم حضور درلود،دغه غونډه په دې موخه جوړه شوې وه .
یادو درې ولسوالیوته لکه اناردره،جوین اوشیب کوه اوسیدونکوته ۳۰ عرادي تراکتورونه توزیع شول، چې هری ولسوالۍ ته ۱۰عرادي وي،تراکتوران په دې خاطر ورکړل شول .
یادې ولسوالۍ دسولی اوامن ولسوالۍ نومول شوي دې ،اوهمدا ډول دتریاکو کرکیله نه پکښي کیږي ،دیادولووړده چې یاد تراکتوران دکلیواوپراختیا اوبیارغونې اوکرهني ریاست له خواورکړل شول.
په یاده غونډه دفراه والی داکټر صاحب محمد اکرم خپلواک ،دکلیواوپراختیا ،دکرهني،ریسانوهمدا ډول دبزګرانو دکوپراتیفونو داتحادیی ریس اویوتن قومې مشر حاجی حافظ خبري وکړی او ټولو دا پروژه مهمه وبلله.
دفراه والی خلکو باندی غږ وکړ چي حلال کښت ته مخه وکړي، او دتراکتورانو په ساتلوکې پام وکړې، او همداډول سمه ګټه ترې واخلی،حاجی حافظ دخلکو استازې ددولت ددې مرستي څخه هرکلی وکړ،او جناب والی صاحب ته یی ډاډ ورکړچې دتیر په څيربه ددولت دهرډول برپروګرامونو اوکارې پلانوڅخه ملاتړوکړو.

لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه