په كندهار ازاد خبريالان او د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايې چې ، په دې ولايت كې د ځينو محلي رسنيو خپروني پر معيار نه دي برابري او د خلكو غوښتنو ته كوم ځواب نه شي ويلاى .
په دي اړه د سه شنبي په ورځ په كندهار كې د خبريالانو څخه د ملاتړ د ادارې يا د نى د ساحوي دفتر له لوري يوه غونډه رابلل سوي چي د يادو ستونزو د حلولو پر سره يي د محلي رسنيو د مسولينو او ازادو خبريالانو سره خبري وكړي .
د نى د ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل وايي چي دوي ته ځيني راپورونه رسيدلي چي د كورني مشران په خپلو كورنو كي پر ځينو ايف ايم راډيو ګانو بنديز لګوي ، هغه يي علت ناسم ناشرات او يو مخ د تفريحي خپرونو نشريدل ياد كړه .
د كندهار پريس كلب سرپرست دواخان مينه پال كه څه په كندهار كې د مطبوعاتو پراختيا يو ښه لاسته راوړنه وبلل خو نوموړي هم نيوكه وكړه چې د ځينو محلي رسنيو چې اشاره يې ايف ايم راډيو ګانو ته وه د خپرونو چلوونكي معياري خپروني نه جوړوي او بايد په خپلو خپرونو كې د ښه والو او معياري كيدو دپاره اصلاحات راولي .
غيرتمل او نورو ازادو خبريالانو له دولته په ټينګه وغوښتل ترڅو د خپل مسوليت د اداكولو لپاره ايف ايم راډيو ګاني تعقيب او د ناسمو نشراتو په وركولو سره دي هغه مجازات كړي .
د كندهار د مطبوعاتي دفتر مشر او د كندهار د والي وياند جاويد فيصل هم پر ږغيزو رسنيو ورته نيوكي وكړې او ويې ويل چې د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست په دې اړه خپل مسووليت تر سره كړى او څو څو ځله يې هغو رسنيو ته چې خپروني يې د افغاني كلتور سره په ټكر كې دي رسمي خبر وركړى دى په وينا يې چې كه اصلاح نه شي كيداى جدي اجرآت وشي .
دناستي په وروستيو شيبو كې ګډونوال په دې سلا شول چې خپل هدف ته د رسيدو دپاره به تعقيبي مجلسونه كوي او مسوولين دي د خپلو كاركوونكو پر وخت نظارت وكړي .