کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتونو ددفتر پلاوي له خوست څخه ليدنه وکړه

د ملګرو ملتونو ددفتر پلاوي له خوست څخه ليدنه وکړه

دعقرب دمياشتې په ٣٠نېټه په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي دسياسي برخې مرستيال ښاغلي نيکولاس حېسم ديوپلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه ،دولايت مقام دجرګو په کور کې يې دخوست ولايت مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان سره په دغه ولايت کې دروانو پرمختګونو ،امنيتي حالت ،خلکو دغوښتنو ،راتلونکو ټاکنو اوسولې دروانې پروسې په اړه هراړخيزه خبرې وکړې ،په دغه ليدنه کې ديوناما دسيمه ييز دفتر مسوولينو هم ګډون درلود.

په پيل کې راغلي پلاوي دخوست ولايت مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان ته دخپل کاري سفر دهدفونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل .

ښاغلي عبدالواحدپټان په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسرمنشي دځانګړي استازي دسياسي برخې دمرستيال ښاغلي نيکولاس حېسم سره په خبرو کې وويل چې دا مهال دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې امنيتي حالت ډاډمن او دغوره حکومتدارۍ بنسټونه پياوړي شوي دي ،دولسي همکارۍ په اساس دولتي حاکميت ټينګ او ولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو لړۍ چټکه شوې ده ،ښاغلي پټان زياتوله چې په دغه سرحدي ولايت کې دولايتي ادارې په هراخيزه تلاشونو او دولسونوپه پراخه همکارۍ سره دټولنيزې اوسياسي سولې دټينګښت لپاره زيات کار ترسره شوى دځينو قومونو ترمنځ دلسيزو لسيزو شخړې هوارې شوې دي چې په دې سره په دغه ولايت کې دزياتو پرمختګونو اوددولت دتګلارو دپلي کيدو لپاره ښه زمينه مساعده شوې ،دخوست ولايت مقام مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان په دغه ليدنه کې دې ته هم اشاره وکړه چې د سالمې ادارې په منځته راتګ اودغوره حکومتدارۍ په پراختيا سره په دغه ولايت کې ډيرزيات مثبت پرمختګونه اومثبت بدلونونه رامنځته شوي چې لويه کچه يې ولسي باورپه دولتي ادارو باندې زيات کړى دى .

ده وويل اوس مهال دولسي باورپه زياتوالي سره دسولې دولايتي دفترپه چوکاټ کې دسولې دټينګښت لپاره اساسي هڅې روانې دي ترڅو ددولت ناراضه وسلوال مخالفين دسولې اوملي پخلاينې په چوکاټ کې دسولې دروان بهير سره يوځاى شي اودخپل هېواد په ابادۍ ،ترقۍ اوبيارغونه کې برخه واخلي ،ښاغلي پټان په خپلو خبرو کې دراتلونکو ټولټاکنوپه اړه وويل چې خوست مېشتي ولسونه ددولت دهرې ملي تګ لارې اوپروسې څخه په ټينګه ملاتړ کوي ډاډ موجود دى چې په دغه ولايت کې به راتلونکې ټاکنې په عادلانه اوشفافه توګه ترسره شي .

دخوست ولايت مرستيال ددې يادونه هم وکړه که چيرې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه دملګرو ملتونو سازمان په خوست کې دخلکوپه غوښتنه دبنسټيزې رغونې لپاره ځانګړې توجه وکړي په دغه سرحدي ولايت کې به دخلکوپه وړاندې ډيرې پرتې ستونزې هوارې شي ،نوموړي په خپل وخت ولايتونو ته دانکشافي بودجه نه انتقال هغه ستونزه ياده کړه چې دسيمه ييز انکشاف مخه نيسي او دولسونوپه غوښتنه داساسي پروژو په پلي کيدو کې خڼدپيدا کوي.

ښاغلي پټان له راغلي پلاوي وغوښتل ترڅو په خوست ولايت کې دبنسټيزو پروژو پلي کيدو ،دعدلي ،قضايي او ملکي ادارو داکمال ،تجهيز اوپياوړتيا په برخو کې هراخيزه مرسته وکړي ترڅو تردې زيات دولسونوپه ګټه اساسي پرمختګونه رامنځته شي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسرمنشي دځانګړي استازي دسياسي برخې مرستيال نيکولاس حېسم په خوست ولايت کې شوي ټول پرمختګونه دپام وړيادکړل ده وويل چې دخوست ولايت دهراړخيزپرمختګ لپاره به دخلکوستونزې اوغوښتنې ترنړيوالو مرسته کوونکو پورې ورسوي ترڅو هرمرستندويه ټولنه په اړونده برخو کې دخوست ولايت دپرمختګ له بهير سره مرسته وکړي ،ښاغلي نيکولاس وويل چې نړيواله ټولنه به له دې وروسته هم دافغانستان دخلکوسره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو دوام ورکړي .

همداشان نوموړي په دغه ليدنه کې دخوست ولايت مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان ته دخلکو دغوښتنوپه اړه دهراړخيزه همکارۍ ډاډ هم ورکړ.