د كورنيو چارو وزرات وايې چې د ولسوالۍ دپاره سل كسه سيمه ايز پوليس منظور سوي دي چې ډېر ژر به فعال سي .
وروسته له هغه چې پوره اووه مياشتي مخكي غورك ولسوالي د دولت په ولكه كې راغله او تر دې مخكي وسله وال طالبان پكښي فعال ول او ولسوالي يې تر لاس لاندي وه اوس پكښي سيمه ايز پوليس فعال كيږي .
د كندهار د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال غلام جيلاني كټوازى وايي چي دا مهال د كندهار په لسو اولسواليو كي تر دوه زره زيات سيمه ايز پوليس فعال دي چي د امنيت په سمون كې يې تر بل هر چا ښه رول لوبولى دئ .
بل خوا سيمه ييز اوسيدونكي وايي چي د دولت د لوړ پوړو چارواكو له لوري په تشو ژمنو تېر ايستل سوي دي او تر دې مهاله يې ولسوالۍ ته هيڅ ډول توجه نه ده سوې .
دوى له ولس مشر څخه غواړي چې ږغ يې واوري او ستونزي يې چې ورځ تر بلې د ډېريدو په حال كې ورته حل كړي .
اووه مياشتي مخكي كله چې په دې ولسوالۍ كې ملي بيرغ و رپيدى دولت د ولسوالۍ د اوسيدونكو سره د ولسوالۍ د حكومتدارۍ د پياوړي كيدو او نورو پرمختيايي كارونو د تر سره كيدو ژمني وكړي خو عملي نه شوي ، تر هغه درې مياشتي وروسته دولت بيا خپلي ژمني تازه كړي او بيا هم نه شوې عملي .
د ولسوالۍ اوسيدونكي اوس پر دولت بې باوره شوي او دا تمه نه لري چې ولسوالۍ ته به يې پرمختيايي كار وشي .
دا چې دوى به همداسي نااميده پاتي شي او كه به دولت خپلي ژمني څه نا څه پوره كړې كه يا؟ دا هغه پوښتنه ده چې كيداى شي وخت يې ځواب كړي .