کور / تازه خبرونه / د هلمند پر والي او امنيې قومندان وسله وال بريد وسو

د هلمند پر والي او امنيې قومندان وسله وال بريد وسو

د هلمند والي او امنيې قومندانۍ پر موټريز کاروان نن ماځيګر د سنګين ولسوالۍ د حاجي فتح محمدخان پېچ په سيمه کي وسله وال بريد وسو خو د لومړنيو راپورونو له مخي والي محمد نعيم او د امنيې قومندان محمد نبي الهام له بريده روغ وتلي دي .
په دغه پېښه کي د ۲ پوليسو د وژل کېدو او يو شمېر نورو د زخمي کېدو خبرونه ترلاسه سويدي .
د هلمند چارواکي د سنګين ولسوالۍ څخه د مرکز لښکرګاه پر خوا روان وو چي د کمين سره مخامخ سول .
د هلمند ولايت مقام لخوا په رسمي توګه ددغه بريد په اړه معلومات ندي خپاره سوي .