د ويښ ځوانانو غورځنګ په کابل کې د ډيورنډ کرښې په وړاندې لوی لاريون وکړ
د ويښ ځوانانو غورځنګ د پلازمينې کابل په پښتونستان واټ کې د امريکايي چارواکو لخوا د ډيورنډ د کرښې اړوند څرګندونو او په افغانستان کې د پاکيستان د لاسوهنې په غندنه یو ستر لاريون تر سره کړ.
د ويښ ځوانانو څه د پاسه زرو غړيو په لاريون کې د ډيورنډ نه منو ، مرګ په پاکيستان او د ژوند ژوند لوی افغانستان شعارونه ورکول او ملي بيرغونه يي رپول.
د ويښ ځوانانو غورځنګ مشر اسرار احمد خان لاريون ته په خپله وينا کې وويل چې له امو تر مارګلې د افغانانو تاريخي ټاټوبی لوی افغانستان دی او افغانان به هيڅکله د ډيورنډ خيالي کرښه ونه مني.
هغه وويل چې ، پاکيستان د افغانستان په پرمختګ، سوکالی او امن کې خپله نابودي ګوري نو ځکه نه غواړي چې افغانان په خپلو پښو ودريږي.
د لاريون په پای کې د ويښ ځوانانو غورځنګ خپل پريکړه ليک وړاندې کړ او په پريکړه ليک کې يي امريکايانو ته په ګوته کړې چې داسې څرګندونې د افغانستان او امريکا دواړو په تاوان دي.
په پريکړه ليک کې راغلي چې [موږ له پولې هاخو افغانان خپل وروڼه هيوادوال بولو او د پاکيستاني ښکيلاک لاندې افغان سيمو ته محکوم افغانستان وايوو. له پولې ها خوا افغان ولس زموږ نه بيلېدونکې هډ دی او موږ ېې رايوځای کېدل خپل تاريخې مسووليت ګڼو.
ويښ ځوانان وايي چې د ډيورنډ د خيالي کرښې اړوند پريکړه یواځې د افغان ملت حق دی او یواځې او یواځې افغان ولس کولای شې د دې کرښې د برخليک په اړه پريکړه وکړي.
لاريون کونکيو پاکيستان ترهګرې زيږونکي هيواد ونوماوه او ويل ېې چې د ډيورنډ کرښې په اړه د امريکايي چارواکو څرګندونې په افغانستان کې د دوی له اصلي مسووليتونو د تيښتې په معنی دې.
د امريکايي چارواکو له څرګندونو وروسته د ویښ ځوانانو غورځنګ یوه اعلاميه خپره کړې وه او ګواښ يي کړی وو که امريکايان خپلې څرګندونې بيرته وا نه خلي دوی به يي په وړاندې لاريون وکړي.
د ويښ ځوانانو غورځنګ په هيواد کې له تيرو پنځو کلونو راهيسي خپل فعاليتونه کوي چې فعاليتونه يې په ازاد افغانستان کې د سولې، ثبات، یووالي او پرمختګ تر څنګ د لر او بر افغان ولس په يووالي راڅرخي.
د محکوم افغانستان سيمې د انګرېزي استعمار تر فشار لاندې د يوه تش په نامه تړون له لارې له افغانستانه جلا کړای شوې. خو د ډېورنډ تړون تر څنګ هغه ټول تړونونه چې د قبايلي سيمو او پښتونخوا په هکله شوې وې، د ۱۹۴۷ کال د هند د ازادۍ تړون د اوومې مادې د درېيمې فقرې پر بنسټ پای ته ورسېد.
د ویښ ځوانانو غورځنګ د لاريون پريکړه ليک:
له امو تر مارګلې د افغانانو تاريخي ټاټوبی لوی افغانستان د خپل تاريخ په اوږدو کې د يو سرلوړي ملت په توګه اوسېدلي، د افغانستان دريځ د ټولې نړۍ او د ټولو انسانانو په وړاندې د سولې او د متقابل احترام دريځ پاتې شوی دی.
د تروريزم په وړاندې د جګړې په دې بهير کې هم افغانان تر ټولو مخکې دي او په دې برخه کې تر ټولو زياته قرباني هم افغانانو ورکړې او ورکوي يې. د نړۍ د کلي د دې ګډې مبارزې د پيل پر مهال افغانانو سره د اوږدمهاله مرستو او د افغانستان د کلک ملاتړ ژمنې شوې وي.
خو له بده مرغه په دې وروستيو کې د امريکايي چارواکو لخوا د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتيا تېری وشو. امريکايانو د ډېورنډ خيالي کرښه د يوې نړيوالې پولې په توګه د پېژندلو خبره وکړه. چې امريکايانو په دې څرګندونو د افغانستان او د امريکا د ملګرتيا په وړاندې د پوښتنې غټ ټکی کېښود.
څرنګه چې لوی افغانستان بېرته يو ځای کېدل د هر افغان دنده او موخه ده نو د ويښ ځوانانو غورځنګ هم وپتېيله چې د امريکايانو دا څرګندونې په کلکو ټکو وغندي. همدا ده چې نن مونږ د ازاد افغانستان د پلازمېنې کابل په تاريخې پښتونستان چوک کې راغونډ شوي ياستو او د لوی افغانستان د بېرته رايوځای کېدو، او د بهرنيانو د دا ډول بې مورده څرګندونو د غبرګون په موخه مو لاريون کړی دی.
د لاريون ګډونوالو په ګډه دا لاندې پرېکړه ليک وړاندې کړ:
موږ له پولې هاخوا افغانان خپل وروڼه هيوادوال بولو او د پاکيستاني ښکيلاک لاندې افغاني سيمو ته محکوم افغانستان وايو. له پولې هاخوا افغانان زموږ نه بيلېدونکې هډ دی او موږ ېې رايوځای کېدل خپل تاريخې مسووليت ګڼو.
د ډيورنډ د خيالي کرښې اړوند پريکړه یواځې د افغان ملت حق دی او یواځې او یواځې افغان ولس کولای شې د دې کرښې د برخليک په اړه پريکړه وکړي.
موږ امريکايي چارواکو ته په ګوته کوو چې د ډيورنډ د خيالي کرښې په اړه د دوی څرګندونې د دواړو هيوادونو افغانستان او امريکا په تاوان دي. موږ له امريکایانو غواړو چې خپلې دا څرګندونې بيرته واخلي او د دوی داسې څرګندونې په افغانستان کې له مسووليتونو د تېښتې په معنی دي.
پاکيستان یو ترهګري زیږونکی هيواد دی او امريکا دې د ډيورنډ په نوم د خيالي کرښې د رسميت پيژندلو په بهانه له پاکيستاني ترهګر نظام نه ملاتړ نه کوي.
موږ د ډيورنډ د کرښي اړوند د افغان حکومت له دريځه ملاتړ کوو او له حکومته غوښتنه کوو چې خپل دريځ د دې مسلې په اړه لا هم پياوړی کړي.
موږ په افغانستان کې د پاکيستان لخوا لاسوهنه په کلکه غندو او په خپلو افغانانو غږ کوو چې د ګاونډيانو د ګټو لپاره د دوی د لاس الې نه شي.
د ويښ ځوانانو غورځنګ
پښتونستان چوک ، کابل، لوی افغانستان
د ۱۳۹۱لمريز د لړم ۲۶مه