کور / سياسي / دټولو افغانانوملي ازادي بخښونکی پاڅون

دټولو افغانانوملي ازادي بخښونکی پاڅون

بسم الله الرحمن الرحیم

له اوسنۍ غميزې څخه د افغانانو د ژغورلو په خاطر بايد د دښمنانو ټولې توطيې شنډې او د خلاصون يوه معقوله لار غوره شي .

الله پاک ( ج ) افغانانو ته دځمکې پر سر یوډیر ارزښتناک ځای ( له اموڅخه تر اباسینه پورې افغانستان) په برخه کړی دی . ددې ځای ارزښت او غوره توب په دې کې دی ، چې دهر ډول ښیګڼوڅخه برخمن دی : غوره ستراتیژیک موقعیت لري ،که افغانان ترې ګټه واخلي نو ستر سیاسي ، اقتصادي ،ټولنیز او فرهنګي بریالیتوبونه لاس ته راوړای شي .چې نه یواځې پخپله افغاني ټولنه به یوه سوکاله ،پرمختللې او بډای ټولنه وي ، بلکې دنړۍ دبیوزله خلکواو ملتونوسره به هم مرسته کولای شي . که سړی په غور سره وګوري ،نووبه ویني ،چې په دې هیواد کې د لمر دځلانده وړانګو د پریمانۍ اوڅپانده سیندونودشتون له کبله هر ډول ونې ،بوټي، غلې دانې اومیوې ،چې دخوند ،ښه بوی اورنګ له کبله په نړۍ کې ساری نه لری شنه کیدای شي . ژوي یې په همدې ډول ، نه یواځې کورنۍاړتیاوې په ډیره ښه توګه پوره کولای شي ، بلکې محصولات یې بهرنیو اسعارو لاسته راوړو دپاره دتجارت په پرمختګ کې کره رول لوبولای شي . د داسې تل شته دلمر ځلانده وړانګو اواوبو د پریمانه زیرموپه موجودیت کې زموږ پراخه کروندې کولای شي ،نه یواځې دخوراکي موادو کورنۍ اړتیاوې پوره کړي ، بلکې نوروهیوادونو ته یې هم ولیږ ي . ځنګلونه اود ځمکې لاندې شتمنیو راویستل او دملت په ګټه ترې کار اخستل کولای شي زموږ خلکوته هوسا ،سوکاله او سرلوړی ژوند ور په برخه کړي اوپردیوته له اړتیاوو څخه یې په بشپړ ډول وژغوري .

دداسې شتمن هیواد په درلودو سره نن ګورو،چې افغانستان د ډیرو بیوزلوهیوادونو په لیکه کې ولاړدی . نژدې شپیته په سلو کې خلک یې دفقر تر کرښې لاندې ژوند کوي . داستعماري پراختیا غوښتونکو ځواکونو د جګړه ایزو فعالیتونو او جنګي جنایاتوله کبله په لسګونو زره هیواد وال په خپل هیواد کې مهاجر او په ډیرو بدو شرایطو کې مرګ ته شپې سبا کوي . په میلیونونو بهرنیوهیوادونو ،په تیره بیا پاکستان او ایران ، ته کډوال شوي افغانان د محرومیتونو اوسپکاویوڅخه ډک ژوند تیروي . د تروریزم سره دمبارزې په پلمه دامریکې په مشرۍ دبهرنیوهیوادونو وسله والو ځواکونوله امو څخه تر اباسینه پورې پر افغانانو ناتار جوړ کړی او له هیڅ ډول بیرحمۍ څخه یې ډډه نه ده کړې . دبهرنیوهیوادونو دوسله والو ځواکونو په وجودکې له یوپلوه دافغانستان دخلکو ژونددنه اټکل کیدونکو ستونزواوکړاوونو سره مخامخ شوی دی . له بل پلوه د افغانستان دخلکو دښمنانوته داسې شرایط منځ ته راغلي دي ،چې په خلاص لاس دافغانانو لوټولو، زندۍکولو، ځپلو او وینې زبیښلو ته دوام ورکړي . دافغانستان دخلکو کورنیو دښمنانوته د دموکراسۍ تر پردې لاندې دټولوجنایاتودسرته رسیدو ازادي ورکړل شوې ده . درشوت ،اختلاس اوقاچاق ، په تیره بیادمخدره موادو کر کیله اوقاچاق نه نیولې دشخصي او دولتي ملکیتونو لکه د ځمکو اوکورونو غصبول ، دځمکې لاندې ملي زیرمو راویستل اوله هیواد څخه بهر ته لیږدول ، په ټولنه کې فساد، احتکار ،قانون ماتونه اوزور واکي رواجول ، دخلکو تر منځ قومي ،ژبني اومذهبي تعصباتوته لمن وهل او داسې نور هغه څه دي چې یواځې دکورنیودښمنانو او د دوﺉ دبهرنیوملاتړ کوونکود ګټودپاره سرته رسیږي . دناټواو امریکې وسله والوځواکونوپه موجودیت کې دګاونډیو هیوادونو ،په تیره بیا پاکستان او ایران پټې لاسوهنې په بربنډو تیریواولاسوهنو اوښتې دي . ګاونډي هیوادونو د افغانستان دخلکو دحقوقو او ګټوپه وړاندې له هیڅ ډول تیریو او توطیوڅخه ډډه نه ده کړې . ځمکې یې ترې غصب کړې دي ، دخپلو اجنټانو او جاسوسي شبکو په واسطه په افغانستان کې تل بې اتفاقۍ ،جګړې اونا امنۍ ، وروسته پاتې والی اوبیوزلۍ پر افغانانو ددې دپاره تپلي دي ، چې تل دوﺉ ته محتاج اوددوﺉ د بې کیفیته توکو دمصرف کوونکو په څیر ژوندوکړي . په لنډډول ویلای شو چې دې حریصو ګاونډیانو د افغان مسلمان ملت ځپلو او بربادۍ پسې مټې رانغښتې دي او دامریکې او متحدینو، په تیره بیا انګریزانواود افغانانو دسوکالۍ ،خپلواک اوسرلوړي ژونددښمنانو ،کورنیوپردیپالو اجنټانوسره په ګډه دې ځپلو ته دوام ورکوي .

اوس ټولو ملي وطنپالوشخصیتونو او ځواکونوته ، چې دخپلو خلکوسره یې برخلیک تړلی دی ، پکار ده ،چې له اوسنۍ غمیزې څخه د ځان ،خلکو اوهیواد د ژغورلودپاره مټې راونغاړي ،خپلمنځي اړیکې ټینګې کړي او په ګډه داسې لارې چارې ولټوي ،چې په عمل کې شونې وي . یواځې هغه لارې چارې به کاري اوسمې وي ،چې دخلکو پراخه پرګنې پکې ګډون وکړي . یواځې خلک دا ځواک لري چې دخپلودښمنانو ټولې پخوانۍ او اوسنۍ دسیسې، چې افغان ملت یې دې غمیزې سره مخامخ کړی دی ، شنډې کړي . دخپلې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړ تیا څخه دفاع وکړي او دیو خپلواک ملت په توګه دهر ډول بهرنیو لاسوهنوپرته دخپلې خوښې دولت منځته راوړي . نوځکه ټول ملي وطنپال شخصیتونه اوځواکونه دا ومني ، چې یواځې دخپلو خلکو په زور کولای شي ټولې پخوانۍاواوسنۍ استعماري توطیې اوپر افغان ملت باندې د استعمار دګوډاګیانواو اجنټانوتپل پای ته ورسوي . خو خلک هغه وخت په ځواک بدلیږي او خپل زور ښودلی شي ،چې د تیت اوپرک حالت څخه ووځي ،پوه شي چې دڅه دپاره مبارزه کوي او له دې مبارزې څخه څه شی لاس ته راوړي . دا نو اوس د ټولو« په څه پوهو » ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو دنده ده چې د افغانانو دغمیزې ټول زاړه او نوي علتونه خپلو خلکوته په ګوته کړي او د دښمنانو ټولې پخوانۍ او اوسنۍ توطیې ورته بربنډې کړي . د دوست او دښمن په پیژندلوسره خلک په دوستانو باور کوي او د دښمنانو په وړاندې د دوستانو سره یوځای کیږي او دتیت اوپرک حالت نه راوځي ، دخپلو دښمنانو په وړاندې په مبارزه کې ددوستانو سره ودریږي او په دې ډول یو پراخ وګړنیز سیاسي ځواک منځته راځي ، چې خپلو موخو ته درسیدو په لار کې یې هیڅوک خنډ کیدلی نه شي .

دا په عمل کې ثابته شوې ده ، چې دخلکو دښمنان له هرې وسیلې ،پلمې او توطیې څخه کار اخلي تر څوخلک وغولوي ،بې اتفاقۍ پکې واچوي ، کمزوري یې کړي او له ځان څخه د دفاع وس ترې واخلي . افغانان باید له تیر تاریخ څخه زده کړي چې په څه ډول د دوﺉ بهرنیو دښمنانود هیواد په دننه کې دځینوپه شخصي ګټو مینو ، ځانغوښتونکو دقدرت لیونیانواوپردیپالو احمقانو څخه دافغانانودویشلو او کمزوري کولو دپاره ګټه اخستې ده ، تر څو زموږ په هیوادکې لاسوهنو اوتیریو ته شرایط برابر کړي ،ټول ملت ته داسارت غړوندي په غاړه کړي ،خاوره یې غصب اوشتمنۍ یې لوټ کړي . په تیر وخت کې هم دتاج او تخت دعوه کوونکو تر منځ دبې اتفاقیو او جګړو داور په بلولو سره ، افغانستان نه یواځې خپلواکي اوملي واکمني له لاسه ورکړه ، بلکې داستعماري غاصبینو له خواپه ټوټو وویشل شواو یوه زیاته برخه ترې جدا اولا تر اوسه غاصبینو پرې خیټه اچولې ده . اوس هم بهرني استعماري پراختیا غوښتونکي ځواکونه دهمدغسې دشخصي ګتو اوقدرت دلیونیانو څخه ناوړه ګټه اخلي ،ترڅونه یواځې دافغانستان ویشلو او زموږ دهیواد دیوې لوې برخې غصب ته دوام ورکړي ، بلکې لا یې وویشي اوبې هویته او بې قوته یې داحتیاج لاندې وساتي . پاکستان دخپلوانګریزي استادانو په مرسته اولار ښوونه داسې پلانونه په کار اچوي ، په کومو چې د دوﺉ د استعماري سیاست سره په ضدیت کې شخصیتونه او ځواکونه خپل منځ کې بې اتفاقه اودښمن شي ،ترڅویې پرې دځپلووس ورسیږي . همدارنګه داسې چلونه په کاروړي ،چې خپلو جنایاتو ته دیوشمیر ساده خلکوخواخوږي تر لاسه کړي .د بیلګې په توګه د ای . اس . ای . د اجنټانو په واسطه په ملالۍ یوسفزۍ وسله وال برید و، چې سرته ورسید . په دې بریدسره د پاکستان وسله وال پوځونه ِغواړي چې په وزیرستان باندې د امریکې او انګریز دامر سره سم وسله وال پوځي یرغل سرته ورسوي ، اودا یرغل دوزیرستان د خلکو پر ازادۍ غوښتونکي غورځنګ سرته رسوي ، خو نوم پرې طالبان ږدي . له بل پلوه پر ملالۍ د بریدمسؤلیت هم دپاکستان د جاسوسي سازمان اجنټان دطالبانو په جامه کې اخلي ،چې په هیڅ صورت رښتیني طالبان نه دي . دا د دې د پاره کوي چې پر وزیرستان باندې دپښتونخوا خلک ،که دپاکستان د دې عملیاتو سره خواخوږي نه څرګندوي ،نولږ تر لږه بې تفاوته پاتې شي او د پاکستان د استعماري ځپونکي سیاست په وړاندې ټول افغانان یوځای نه شي .

د افغانستان اوافغانانو په وړاندې د انګریزانو او پاکستان سیاست کټ مټ یوشی دی . انګریزانود ډیورنډ د کرښې په واسطه افغانستان وویشه ، خو ددې دپاره چې دډیورنډدکرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان لاپسې وویشي ،نو دکرښې یوې خواته یې دخپلواک افغانستان نوم ورکړ او دکرښې بلې خوا افغانستان یې بیا هم دلاپسې کمزورتیا دپاره وویشه او د ازادوقبایلو او صوبه سرحد نوم یې ورکړ ، چې په دې ډول یې د خپل اصلي ( افغان ) هویت نه محروم کړل . د خپلواکې برخې افغانستان باندې داستعماري سیاست په تپلوسره انګريزانو بهرنی سیاست په خپل لاس کې ونیو او داسې حکومت یې ومانه ،چې دانګریزانو پر ضد دخلکو دپاڅون او یووالي نه یې ویره درلوده . چې بيا همدې حکومت دانګریزانو ستر نه ماتیدونکي دښمنان د خپلودښمنانو په نوم له منځه یوړل . د افغانستان په بلې برخې ،چې صوبه سرحدنوم یې ورکړی و دافغانستان نوم ددې له کبله ترې واخست چې له خلکوڅخه خپل هویت هیرکړي او د خپل هیواد دخپلواکۍ دپاره دټولو افغانانو دشریکې مبارزې اړتیا او احساس کمزوری کړي . دانګریزانو په واسطه جوړشوي خانان ،ملکان ،ملایان ، قومي مشران اوانګریز پلوه سیاستوال میدان ته راوباسي ،تر څو دخلکوپه منځ کې د رښتینوخانانو، ملکانو، ملايانو، قومي مشرانو او روحانيونو درناوي او باور ته زیان ورسوي . انګریزي تالي څټوته په افغانانوکې دبې اتفاقۍ داچولو دپاره منصبونه او امتیازات ورکړي ،اورښتیني مشران اودخپل قوم خدمت ګاران ،چې د قوم دبیدارۍ ،یووالي اوازادۍ دپاره یې مبارزه کوله په ډول ډول شکنجواوکړاوونو اخته کړي او کلونه کلونه یې په جیلونو کې وساتي اویایې له منځه یوسي . په باچا خان اودده دخدایي خدمتګارانو دغورځنګ په ملګرو باندې دانګریزانو وحشیانه ظلمونه او په کلونو کلونو ،په دې ګناه چې خپل حق( ازادي) یې غوښته په جیلونو کې ساتل اویا له منځه وړل هغه څه دي، چې هیڅ رښتینی افغان یې نه شي هیرولی . که د صوبه سرحد او ازادو قبایلو دسیمو افغانان یوځای پاتې شوي وای ،نونه انګریز اونه پنجابي واکدارانو ،یوهم ددغوسیمو پر افغانانودومره ظلمونه نه شول کولای او نه یې پرې دپاکستان د جوړیدو دپاره په دروغوجوړ شوی ریفرنډم تپلی شو. انګریزانواو دهغوﺉ لاسپوڅي پاکستان دخپلواستعماري سیاست ددوام دپاره تل د دې فارمول څخه کار اخستی دی چې : «بیل یې کړه ! ایل یې کړه ! » .

ازادقبایل یې ددې د پاره دصوبه سرحدڅخه بیل وساتل چې له یوپلوه یې د دوﺉ یو ځای کیدلوڅخه ویره درلوده اوله بل پلوه یې دافغانانواو افغانستان پر ضد دتوطیودجوړولو امکانات کمزوري کیدل . انګریزانو ازادقبایل دخپل استعماري واک لاندې په بل ډول ساتل . له یوپلوه یې دخپلواجنټانوپه واسطه دازادي غوښتونکو مشرانوپه وړاندي پکې توطیې جوړولې او له بل پلوه یې دخپلو لښکر کشیو د پاره ، چې د ازادي غوښتونکو د ځپلودپاره دوﺉ ضروري ګڼلې پلمې منځته راوړلې . اوس هم په صوات ،باجوړ ، مومندواو وزیرستان باندې د پاکستان د وسله والو ځواکونووحشیانه عملیات د خلکو او په تیره بیا د پاکستان داستعماري سیاست په وړاندې دمقاومت پر ضدعملیات دي چې دتروریستانواوطالبانوپرضد دعملیاتو نوم یې پرې ایښی دی . دپاکستان استعماري سیاست کټ مټ د انګریزانو استعماري سیاست دی ،چې دمسلمانانو دتیر ایستلودپاره یې داسلام په نوم یوه درواغجنه بڼه ورکړې ده . خو په عمل کې دټولو سپیڅلو مسلمانانو (افغانانو) پرضد ترې کار اخستل کیږي . انګریزانو ددې دپاره پاکستان منځته راوړ،چې نور یې نه شول کولای په مستقیم ډول خپل ناولي استعمار ي سیاست ته، چې په میلیونونو مسلمانان یې دخپلوګټونه قربان کړل ، دوام ورکړي . پاکستان یې داسلام په نوم جوړ کړ ، خوواک یې خپلوګټوته دوفا دارو پنجابیانو په وجود کې ستراتیژیکو انډیوالانو ته ورکړ . دافغانانوپر ضد د انګریزانوهم هغه استعماري سیاست دپنجابیانوپه وجود کې دوام لري . هغومره چې انګریزانو د خپلو استعماري موخو دبریالیتوب او دوام د پاره داستعمار لاندې افغانانوسره یوبل سره په جنګ کولو ، په محرومیت کې ساتلواوځپلوسیاست څخه کار اخستی دی ، پنجابیانو دانګریزانو په پرتله په ډیر کرغیړن ډول دوام ورکړی دی او ورکوي یې . انګریزانو داسلام په نوم څوک نه شول غولولای ،خوپنجابیان دا کار دخپلواجنټانو په واسطه په ډیر بریالیتوب سره پر مخ بیایي . په تیره بیا په پښتنواوبلوڅوکې د هرډول ازادي غوښتونکي غږ دغلي کولو دپاره یې د اسلام تر پردې لاندې د مسلمانانو ستوني خپه کړي دي . د « ازادو قبایلو » سیمه چې انګریزانو دخپلو ځانګړو موخو دپاره له « صوبه سرحد» څخه بیله ساتله ،پنجابیانودغه توطیې ته دوام ورکړ . خوهغومره چې پاکستان وکړای شول له دغه سیمې څخه د خپلو جاسوسانو اونړیوالو بنسټپالو ځاله جوړه کړي ،انګریزانو دا کار په مستقیم ډول نه شو کولای . دا ټول کارونه د پښتنو د رښتیانیو مشرانو د لمنځه وړو د پاره سرته رسیږي . دپاکستان دجاسوسي سازمان له خوا ددغو جوړو شوو ځا لو څخه څوکارونه اخستل کیږي . یو، دځایي خلکو ځپل اوپکې د ملي ازادي بښونکي احساس له منځه وړل . دویم، په خلکوکې لاره ور ک کوونکې پروپیګنډې سرته رسول او دوست او دښمن ترې ورک کول . دریم ، په سیمه اوتیره بیاموجوده افغانستان کې نا امنۍ او بې ثباتۍته لمن وهل . څلورم ، دنړیوالې مافیا دپلانونو سره سم د مخدره موادو کاروبار سرته رسول . پنځم ، په ازادوقبایلوکې دپاکستاني پوځ وسله والو عملیاتو ته په سیستماتیک ډول د پلموپه لاس ورکول . دا داسې کارونه دي ،چې پاکستاني واکدارانو ترې تل دخپل استعماري واک دټینګولو او پراخولو د پاره کار اخستی دی .

په لنډ ډول پوښتنه کولی شو ، چې ولې د داسې غوره جیوستراتیژیک موقعیت لرونکي هیواد خلک په پرله پسې ډول دنورو هیوادونو د تیریو اولاسوهنوسره مخامخ دي او د استعماري توطیو ټولې بیلګې پرې عملي کیږي او دومره اوږده موده د استعمار لاندې ژوند کوي او له خپلوټولو حقوقو او نعمتونو څخه چې خدای پاک (ج) ورکړي دي ،محروم اوسي ؟ ځینې کسان لا اوس هم وایي ،چې د دې ټولو ناخوالو په وړاندې د مبارزې وخت نه دی رارسیدلی او یاوایي چې تر اوسه پورې مو داستعمار ټولې ناکوبۍ منلي دي اوس یې هم باید ومنو . خویوشی باید په غور سره وڅیړو او هغه داچې جابر استعماري ځواکونه دومره په اسانۍ له خپلو استعماري ګټوڅخه نه تیریږي ، په تیره بیا دې ویشل شوو ، دخپلو حقوقو او زور څخه ناخبرو او د پردیو په پروپیګنډو غولیدونکو افغانانو ته خوهیڅکله نه تیریږي . نوځکه استعماري ځواکونه هلې ځلې کوي چې د افغانانو دحقه حقوقو او غوښتنوپه وړاندې د ډول ډول توطیواو وسیلو څخه کارواخلي اوپرې نه ږدي چې افغانان خپلوطبیعي حقوقو او موخو ته ورسیږي او ځانونه له اوسنۍغمیزې څخه وژغوري . دښمنانو تل دافغانانو په وړاندې له لاندې توطیواو وسیلو څخه ګته اخستې ده :

۱ـ افغانان له خپلوطبیعي حقوقو او ځواک څخه په بې خبرۍ او ناپوهۍ کې ساتل :- داستعماري ځواکونو پروپیګنډې تل په دې موخه کیږي ، چې افغانان له خپلوطبیعي حقوقو څخه په تورتم کې وساتي . کله داسې پروپیګنډې کیږي ،چې دویشل شوي افغانستان د یووالي دپاره کوم سند نه شته . کله وایې چې اوس خوډیر وخت تیر شوی دی ،نو اوس ولې د افغانستان او افغانانود یووالي غوښتنه راپورته کیږي . کله وایې ، چې یوځل دافغانستان په نو م دا اوسنۍ برخه جوړه شي نوبیا به دبلې برخې پوښتنه کوو . کله وایې چې افغانان کمزوري او نړیوال ملاتړ نه لري ،نو ددې قوي پنجاب سره چې د انګریزانو اوامریکایانو تر حمایې لاندې دی ډغرې نه شووهلی . کله وایي چې اوس خو افغانان په خپل منځ اوبهرنیو سره په جګړه بوخت دي ، بایدپاکستان دځان پرضد راوه نه پاروو. کله څه وایي ا و کله څه وایي ،خود ټولو پروپيګنډو موخه یوه ده اوهغه دا چې دخپلوحقه او طبیعي حقوقو د لاسته راوړو دپاره دافغانانو د یووالي ،غوښتنې او راپاڅیدو مخه ونیسي .

۲ـ دافغانانو په یواوبل نوم او پلمه خپلمنځي بې اتفاقیوته لمن وهل :- دقوم ،ژبې او مذهب په نومونو تل د بهر نیو هیوادونو اجنټان لمن وهي ،تر څود ستروملي مسالو په وړاندې یونه شي او په یوسرتاسري ملي نه ماتیدونکي ځواک تبدیل نه شي . حتی د پا کستان استخباراتي شبکوپورې تړلي اجنټان د ډیورنډ دکرښې دواړوخواو ته افغانان په یوواحدافغان ملت کې شریک افغانان نه بولي ، په دووملتونو یې ویشي اودا خولاڅه چې افغان له افغان څخه بیلوي اوپنجابي سره یې ،چې هیڅ شریک وجوهات نه لري ،تړي . بیا ځینې یې داسې ناروا پروپیګنډې هم کوي ، چې د پنجابي استعمار څخه دافغانانو د ازادۍ د پاره مبارزه د اسلامي هیواد او داسلام پرضدمبارزه بولي او داسلامي هیواد افغانستان نیمایي برخه بیا تر پنجابي استعمار لاندې پاتې کیدل روا او اسلامي ګڼي .

۳ـ د ای . اس . ای . د اجنټانو درواغجنې پروپیګنډې :- که دافغانانودحقه حقوقو اوازادۍ دپاره ډیر کمزوری اوټیټ اواز هم جګ شي ، نود ای . اس . ای . اجنټان په یوه اوبله جامه د دروغو اوناروا پروپیګنډې جوړوي او هڅه کوي چې هر ډول ازادي بښونکی اواز خفه کړي یا لږ تر لږه یې دافغانانو تر منځ اغیزکم کړي ، تر څو د پنجاب استعماري ګټوته تاوان ونه رسیږي . ځینې خویې ځان افغان بولي ،خو د پنجاب د نوکر په څیر د پنجاب د ګټو دپاره کارکوي . دبیلګې په توګه دازادو قبایلو خلکوته دا احساس ورکول ،چې تاسې خو اوس ازادیاست اوکه د نورو افغانانوسره یوکیږﺉ نودا « طبیعي اوعنعنوي ازادي» موله منځه ځي . دا بل څه نه دي بې له دې چې افغانان د استعمار په وړاندې بیل او ایل وساتي . همدارنګه بیا یوشمیر نور دافغانانو ټوله بدمرغي دبهرنیوهیوادونو د استعماري سیاستونوپر بنسټ دلاسوهنو ،تیریواواشغال پرځای د ډیورنډ د کرښې په رسمیت نه پیژندلوسره تړي اوهغه ملي وطنپال شخصیتونه او ډلې د افغانانو د اوسنۍ غمیزې مسؤل بولي چې د ډیورنډ استعماري کرښه نه مني او له اموڅخه تر اباسینه پورې دخپل هیواد اوافغان واحد ملت یووالی غواړي .

۴ ـ دملي ازادي غوښتونکو شخصیتونو او ځواکونو په وړاندې توطیې جوړول اوتروریستي بریدونوسره مخامخ کول :- د پاکستان نظامي جاسوسي او تروریسي سازمان ( ای . اس . ای . ) د ټولو ملي وطنپالو ازادي غوښتونکو شخصیتونو ، قومي مشرانو او روښانفکرانو ترور او له منځه وړل خپله دنده بولي . په تیره بیادهغو ملي وطنپالو شخصیتونو او مشرانو ترور اوله منځه وړل ، چې د محکومې برخې افغانستان د بیرته یووالي دپاره مبارزه کوي . دهمدې ترور اوتوطیو څخه د ویرې په خاطر ډیر ملي وطنپال شخصیتونه نه شي کولای خپل غږ اوچت کړي . نوځکه د دې داعیې د رښتیاینې دپاره بې دخلکو د عموي پاڅون څخه دسیاسي مبارزې نورې ټولې لارې کیدای شي ژر دخنډونو سره مخامخ شي . خوله اموڅخه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو عمومي پاڅون په وړاندې دتوطیوجوړول او مخه یې نیول د هیڅ جاسوس او جاسوسي سازمان له وسه پوره نه ده .

۵ ـ دیوشمیراغیزمنو خلکوتطمع کول اوامتیاز ورکول :- دانګریزانود استعماري سياست اودپنجابیانود استعماری د استعماري سياست دا یوه ډیره معمول طریقه ده ، چې یوشمیر مخورواو اغیزمنو کسانو ته یوڅه امتیاز ورکړي او شخصي ګټې ورورسوي ، تر څو پرې ټول ولس غلی کړي . خو دټول ولس تطمع بیا ناشونې ده . نو ځکه د افغانستان دبیرته یوکیدو د پاره له اموڅخه تر اباسینه پورې دټولو خلکو سوله یز پاڅون ضروري ګڼل کیږي .

۶ ـ د تنګ نظرو ، شخصي اوګروپي ګټو لیونیانو ، دافغانانو دملي یووالي ضدپردیپالوکسانو ،کړیواو ډلو دملي ګټوضد دریځ څخه ناوړه ګټه اخستل :- په دې هکله ځینې کسان ، ډلې او کړۍ په ښکاره د پنجاب داستعماري ګټو د پاره کار کوي . دوﺉ دویشل شوي افغانستان بیرته یووالی دافغانانویووالی نه ،بلکې د پښتنو یووالی ګڼي او د تعصب او تنګنظرۍ له مخې دیوخپلواک ، ستر اوځواکمن افغانستان ،چې دهر ډول بهرنیولاسوهنواوتیریوپه وړاندې له ځان څخه دفاع کولای شي،سوله اوثبات ټینګولای شي اودخلکودسوکالۍ اونیکمرغۍدپاره اړین کارونه سرته رسولای شي، پرځای داسې افغانستان غواړي چې دنوروهیوادونو، په تیره بیادګاونډیو هیوادونو دلاسوهنو،توطیواوتیریو له امله تل بې ثباته اوکړکیچ سره مخامخ ،وروسته پاتې ، کمزوری اونوروته محتاج هیواد وي .دوﺉ د ډیورنډ دکرښې په رسمیت پیژندلو باندې د پنجابیانونه هم ډیر ټینګار کوي . دې کسانو اوکړیو چې دپردیوتر واک لاندې یې دخپلوملي ګټو ضددریځ له کبله یوڅه ګټې اوامتیازات لاسته راوړي دي ، نه غواړي دغه شخصي اوګروپي امتیازات له لاسه ورکړي ،نوځکه دویشل شوي افغانستان دبیرته یوکیدو په وړاندې یې چې د لاسه وشي خنډونه منځته راوړي . خوددې کسانو تنګ نظره اوملي ګټو اوملي یووالي ضددریځ دمطلق اکثریت افغانانو له خوانه یواځې دا چې دتایید وړ نه دي ،بلکې غندل کیږي .

۷ـ استعماري ځواکونه تل هڅه کوي چې په موجوده افغانستان باندې لاسپوڅي اوغیرملي حکومتونه وتپي :- تر څو دهغوﺉ د غوښتنو سره سم دپردیو دګټو په نظر کې نیولو سره دخپل هیواد اوخلکوملي ګټو ته شاواړوي ، خپل خلک له واقعیتونو څخه لیرې او په تورتم کې وساتي ، دبهرنیوتیریواولاسوهنو په وړاندې بې تفاوته اوغلي پاتې شي . خلکوکې ملي احساس له منځه یوسي اوپه ټولنه کې فساد لکه رشوت ،اختلاس ،احتکار ،دمخدره موادو کاروبار اوپول پرستي مروج کړي . دخلکو اکثریت په لوږه ،بې کورۍ ، بیکارۍ او فقر کې وساتي . لاسپوڅي حکومتونه نه پخپله ددې جوګه دي ، چې دویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي دپاره هلې ځلې وکړي اونه نور ملي وطنپال شخصیتونه اوځواکونه پریږدي ،چې دغه ملي دین سرته ورسوي .

۸ ـ دانګریزي استعمار په واسطه د ویشل شوي افغانستان د بیرته یوکیدوپه وړاندې د نورو هیوادونو استعماري سیاستونه هم یوخنډ دی :- د ډیروخلکو اټکل داو ،چې دانګریزانو او پاکستان استعماري سیاستونو پلوي واکدارانو دخپلو ګټو د پاره د دوﺉ تر حاکمیت لاندې برخې افغانستان څخه د ډیورنډ دکرښې په واسطه دکړکیچ او بې ثباتۍ سیمه جوړه کړې ده ، چې دنړۍ په هغه جمله کې دامریکې پر سوله اوثبات یې هم ناوړه اغیز ښندلی دی . نوځکه کیدای شي ، چې امریکا به د بې ثباتۍ اوکړکیچ د لمنځه وړلو په خاطر له اموڅخه تر اباسینه پورې دیوباثباته افغانستان دجوړیدو د پاره د ډیورنډ د کرښې دتپلود دوام سره مخالفت وکړي . خوپه خواشینۍ سره دامریکایي مقاماتو وروستنۍ څرګندونې په ګوته کوي ،چې ټول استعماري ځواکونه خپلې ګټې د نړۍ په سوله او ثبات کې نه ، بلکې په جګړو ، کړکیچ اوبې ثباتۍ کې لټوي . خوموږ باور لرو،چې د استعماري ځواکونو ټولې توطیې به دخدای پاک ( ج ) په مرسته له اموڅخه تر اباسینه پورې دافغانستان دټولو خلکو دملي پاڅون په څپوکې له منځه ځي .

د دې ټولو پورتنیو توطیواوخنډونو په نظر کې نیولو سره ، چې دملي ازادي غوښتونکو مبارزینو په وړاندې پراته دي ، د ویشل شوي افغانستان اوافغانانو دبیرته یوکولو دپاره بله لار نه شته بې له دې چې له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانان راپاڅیږ ي او دډیورنډد تورې کرښې په واسطه ویشل شوی افغان واحد ملت بیرته یوکړی . په دې کې شک نه شته چې دا پاڅون به د افغان مشرانو د لار ښوونو سره سم سوله ایز او له هر ډول تشدد څخه پرته سرته رسیږي .افغانانو دنورو له خوا تپل شوو جګړوکې زښت زیات ځاني ،مادي او معنوي زیانونه لیدلي دي ،نور نه غواړي چې دافغانانو په خاوره کې د جګړو اور بل پاتې شي اوله پاکستان څخه هم غواړي ،چې دافغانانو له حقه حقوقوڅخه نورې سترګې پټې نه کړي او پر نیمایي افغانسان باندې داستعماري سیاست دپرمخ بیولو په خاطر د حکومت کولو نه لاس واخلي . خوکه چیرته پاکستان د افغانانو د دې حق او روا غوښتنو په وړاندې دزور او ځپلو څخه کار واخلي او د افغانانو حقه سوله ایزې غوښتنې په خشونت او ځپلوسره ځواب کړ ي ، نوبیابه افغانان حق لري دنورو لارو په هکله فکر وکړي،تر څودویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي په هکله دباچاخان ،صمدخان اونوروافغان مشرانو ارمان پوره شي اوټول افغان ملت بیرته یوشي .

ومن الله التوفیق
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۸