پېښور:په مومندو ايجنسۍ کې د جماعت اسلامي د پخواني امیر قاضي حسین احمد پر کاروان په یوه برید کې درې تنه ټپيان شوي پاکستاني چارواکي وايي، یوې ځانوژونکې ښځې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د دغه هیواد د لوی اسلامي ګوند د مشر پر کاروان برید وکړ.د مومندو ایجنسۍ د حکومتي ادارې مشر شمس الرحمان رسنيوته وویل، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر قاضي حسین احمد په مومند ایجنسۍ کې له حملې روغ ووت خو درې ملګري یې ټپيان شول.د شمس الرحمان په وینا ځانمرګې، چې بورقه یې پر سر وه، په ځان پوري چاودېدونکي مواد تړلي ول.تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.