کور / تازه خبرونه / په کراچۍ کې یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

په کراچۍ کې یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

کراچۍ :په کراچۍ ښار کې تېر ه شپه دیوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۷شعیه ویرکوونکي ته مرګ ژوبله اوښتې. پیښه په عباس ټاون کې دشیعه ګانو یوې تکیه خانې ته څېرمه رامنځته شوېپه کراچۍ کې دپولیسو مشر اقبال محمود خبریالانو ته ویلي چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې شوې چې چاودیدونکي توکې له وړاندې پکې ځای پرځای شوي او د پولیسو امنيتي پوستې ته څيرمه درول شوی وو.نوموړي د روعتیا وزارت دمعلوماتو له مخې ویلي چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۳تنه ټپيان دی.اقبال محمود وايي په ټپيانو کې پنځه تنه يې امنيتي سرتیري او نور يې ولسي خلک دي، چې په خبره يې امام بارګاه مصطفی ته د محرم الحرام میاشتې په ځانګړو مذهبي مراسمو کې دګډون په موخه تلل.پاکستاني تلویزیونونو د چاودنې د ځای تصویرونه ښودلي، چې پکې یوشمیر دوکانونو او ودانیو ته هم لږ زیان اوښتی دی.له سیمې ترلاسه شوي رپوټونه وايي، چې ځايي شعیه ګانو تر چاودنې وروسته په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او حکومت يې د اميت په ټينګ ساتلو او د ورته پيښو په مخنیوي کې ناکام وباله.بلخوا د سیند صوبې د پولیسو عمومي قوماندان فیاض لغاري بیا د شعیه ګانو تورونه رد کړل او ويي ویل، په چاودنه کې د پولیسو او ملېشه ځواکونو ټپي کیدا دا ښيي چې پولیسو کلک امنیتي تدابیر نیولي ول.په پاکستان کې د محرم الحرام میاشتې په لومړۍ لسو ورځو کې ځانګړي امنيتي تدابیر نیول کیږي، شعیه میشتو سیمو او تکیه خانو ته څیرمه لارې او سړکونه د پولیسو له خوا کلابند وي او د عامو خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول کیږي.سږکال د محرم په میاشت، په تېره بیا د عاشورا تر ورځې په لومړیو لسو ورځو کې په خیبر پښتونخوا او دغه راز افغانستان کې د سختو تدابیرو تابیا شوېده.په دې ورځو کې ډلې ډلې شعیه ګان لارو وکوڅو ته راوځي او خپل مذهبي مراسم ادا کوي.په تیرو کلونو کې هم په دغو ورځو کې د پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب او سند صوبو په بیلابیلو سیمو او ښارونو کې پر شعیه ویرجنو ځانمرګي و وسله وال بریدونه او بمي چاودنې شوې، خو په کراچۍ کې دغه چاودنه د سږکال لومړنۍ چاودنه ده چې پر شعیه ګانو کیږي.