د فرانسې دخبری آژانس په حواله د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشريف په هغه مصاحبه کې چې د جيو د ټلوېزيوني شبکې سره يې کړېده ، د خپلي سيالي د پاکستان د پخوانی صدراعظمي او دپاکستان د مخالف ګوند مشري بېنظير بوټو و غوښتني ته يې مثبت ځواب ويلی دئ چې د پرويز مشرف پر ضد به يوائتلاف يا اتحاد جوړوي .
بېنظير بوټو تيره ورځ د لومړي ځل د پاه د پرويز مشرف نه وغوښتل چې د جمهوري رياست نه لاس واخلي او وې ويل چې : مشرف بايد ايسته سي . نواز شريف په دې اړه ويلي وه چې دا يو مثبت پرمختګ دی !
نوازشريف دغه خبري د سعودي عربستان څخه چيري چې نوموړی تبعيد دی ، کړي دي .
۵۴ کلنه مېرمن بوټو چې ددوهم ځل دپاره په خپل کور کې دګڼ شمېر عسکرو لخوا کلا بنده ده ويلي دي چې نور نو د مشرف سره دخبرو دوام امکان نلري .
د بوټو ديوه وياند له قوله داهم ويل سوي دي چې بوټو د نورو ګوندو د مشرانو سره هم دخبرو اترو تياري ښودلې ده .