کور / سياسي / آیا له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان د جګړې پای دی؟

آیا له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان د جګړې پای دی؟

کابل ۱۳۹۱\۸\۲۸ ۲۰۱۲\۱۱\۱۸

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر په توګه د بارک اوباما دویم ځلي ټاکل کیدو یو شمیر افغانان هیله من کړي او دا د افغانستان او سیمی لپاره یو ښه زیری بولي. دوی هیله لري چې په سپینه ماڼۍ کې د اوباما په پاته کیدو سره به له واشنګټن سره امنیتی تړون ژر لاسلیک شي او دا به په هیواد کې د پاېنده سولې او امنیت ټینګښت ته لار هواره کړي. د اوباما له دویم ځلي بریالیتوب یوازې څو ورځې وروسته د تیرې پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د داوړو خواو ترمنځ په رسمي ډول د امنیتي تړون په اړه خبرې پیل شوې.

له بلې خوا اوباما د ټاکنو له ګټلو وروسته له ولسمشر کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې هغه ته د واشنګټن د رسمي سفر بلنه ورکړې ده. دغو وروستیو پرمختګونو د افغانانو هغه اندېښنې څه نا څه ځواب کړې، چې ګواکې افغانستان نور د سپینې ماڼۍ له لومړیتوبونو لویدلی او دوی له سیمې څخه د تیښتې په حال کې دي. دا اندېښنې هغه مهال ډيرې شوې، چې د امریکا د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ټاکنیز کمپاین پر مهال د افغانستان د اړوند مسایلو له یادولو ډډه کوله.

اوباما ولسمشر کرزی په داسې حال کې واشنګټن ته وربولي، چې افغانستان له خورا حساسو پړاونو څخه د تیریدو په حال کې دی. د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د رسمي خبرو پیلیدل، افغان ځواکونو ته د واکونو د لیږد او همدا شان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر دوام، د افغانستان راتلونکو لسمشریزو ټاکنو ته چمتوالی، د قطر د پروسې په اړه د خبرو بیا ګرمیدل او وروسته جوخت د پاکستان له زندانونو څخه د ځینې طالب مشرانو خوشې کیدل، چې د سولې له خبرو سره مرسته کولی شي د دغو حساسو پړاونو ځینې بیلګې بللی شو.

افغانان دغه ټول پرمختګونه چې رښتیا هم ټول خورا مهم او د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکي دي له نږدې تعقیبوي او د راتلونکې ټولې هیلې یې ورپورې تړلې دي. شنونکې وايي کېدای شي، چې اوباما واشنګټن ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال یو ځل بیا پر افغان حکومت او ولسمشر فشار راوړي، چې د داري فساد پر وړاندې د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو هڅې چټکې کړي، چې دا هم د افغانانو لپاره یو ښه زیری دی. د افغانانو د هیلو یو ټکی دا هم دی، چې اوباما د سولې پروګرام ته ژمن دی ځکه د جمهوري غوښتونکو په پرتله د دیموکراتانو سیاست سولیز دی. شنونکي وايي جمهوری غوښتونکي تل د جګړې او زور له لارې خپلې تګلارې تعقیبوي.

امنیتي تړون:

ولې افغانان له امریکا سره امنیتي تړون ته دومره هیله من دي؟ یو شمیر عام افغانان او دولتي چارواکي د هیواد د ټولو بدبختیو، روانو جګړو او د ګاونډیو د بربنډو لاس وهنو او آن د کمزورې ادارې، کمزوري اقتصاد او اداري فساد پړه هم پر امریکا ور اچوي او وايي دا د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف دی، چې دا هرڅه پر افغانانو راوستي دي. دوی وايي امریکا په افغانستان او سیمه کې لوی اهداف لري او دغو اهدافو ته د رسیدو لپاره یې دا هر څه روان ساتلي دي. دوی وايي که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي، نو د دوی حضور به قانوني او د ډیرو خپلسریو مخه به یې ونیول شي. که څه هم واشنګټن په امنیتي تړون کې له افغانستان څخه د دایمي پوځي اډو او دلته د سرتیرو د ساتلو غوښتنه کوي، خو تر اوسه د دغو پوځي اډو د شمیر او ځای او همدا راز د پاتې کیدونکو سرتیرو د څومره والي په اړه دقیق مالومات نشته. امریکايي چارواکي او جنرالان هم د سرتیرو د شمیر په اړه په یوه خوله نه دي.

جنرال جوزف ډانفورد چې ټاكل شوې په افغانستان كې د نړیوالو ځواکونو مشري پر غاړه واخلي، د پنجشنبې پر ورځ د امريكا په سنا كې وویل دی نشي کولی په سملاسي ډول نظر وركړي چې څنګه كېداى شي له افغانستان څخه په چټكۍ سره امريكايي پوځيان ووځي. هغه د امريكا سنا ته ويلي: ((زه پر هغو امكاناتو چې موږ يې بايد په راتلونكو دوو كلونو كې د خپلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره په واك ولرو، فكر كوم.))

په ورته وخت کې سناتور جان مكين ویلي، چې ده په افغانستان كې د هرې كچې له قوماندانانو سره خبرې كړې او دوى ټولو په دې هوكړه كړې چې اوسنى شمېر، چې ۶۸ زره امريكايي پوځيان دي بايد د ۲۰۱۴ كال تر پايه په افغانستان كې پاتې شي، ځكه چې مخكې وتل به د دوى د ډېرو ماموريتونو د بشپړېدو مخنيوى وكړي: ((كه موږ خپل ماموريتونه بشپړ نه كړو، زه نه پوهیږم، چې ولې بايد موږ پاتې شو؟ زه فكر كوم دا هغه څه دي چې زموږ اكثره بايد ورسره غېږ ونيسو.))

بل خوا هغه کسان چې د امنیتي تړون متن یې لیدلی وايي، د دغه تړون په متن کې راغلي، چې امریکا به خپل ۳۰ زره سرتیري د ۱۰ کلونو لپاره د افغانستان په ۸ زونونو کې په خپلو اډو کې ځای پر ځای کړي، چې دنده به یې په افغانسان کې د ترهګرو او القاعدې د پټنځایونو مخنیوی او د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او له هغوي سره پاېنده مرسته او همکاري وي. په دغه تړون کې د اختلاف او بحث ټکی دا دی چې افغان لوری غواړي چې د امریکايي سرتیرو جرمي دوسیې په افغانستان د افغانستان د قانون له مخې د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا وڅیړی او د افغانستان د قانون له مخی په افغانستان کې محکمه شي خو امریکا غواړي چې د دوی د سرتیرو جرمی مسایل د امریکا د قانون له مخی په امریکا کې تر سره شي. د اختلاف دویم ټکی دا هم بلل کیږي، چې افغان لوری له امریکا څخه غواړي که کوم ګاونډی هیواد پر دوی تیری کوي، نو امریکا یې باید ملاتړ وکړي خو امریکا وايي چې دوی د ګرم نا ګرم له معلومولو وروسته او که مخالف لوری ګرم و، نو د افغان لوري ملاتړ به کوي. افغان لوری غواړي که له کوم هیواد سره په جګړه کې ښکیلیږي، نو امریکا دې پر اړینو وسلو سمبالوي خو امریکا وايي که په جګړه کې ښکیل هیواد د دوی ستراتیژیک دوست وي، دا کار نشي کولای خو که په جګړه کې ښکیل هیواد د دوی ستراتیژیک دوست نه وي نو بیا به دا کار کوي.

ویره او اندیښنې:

یو شمیر افغانان اندیښنه لري کيدای شي چې که په افغانستان کې امریکا ته دایمی اډې روکړل شي، نو بیا به هم یوازې هغه ترهګر او پټنځایونه به په نښه کوي چې د امریکا پر ضد وي او د افغانستان جګړه به پر خپل حال پریږدي. بل خوا افغانان د امریکا د دایمي پوځي اډو پر وړاندې د ګاونډیو غبرګونونو ته هم اندیښمن دي او وايي امریکا باید د دغو غبرګونونو د ځوابولو لپاره د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

افغانان دا ویره هم لري، چې ولسمشر کرزی او د هغه حکومت به د خپلو ګټو، په واک کې د پاتې کیدو او یا د خپلې خوښې کس د واکمنولو لپاره له امریکا سره په امنیتي تړون کې داسې شرایط ومني، چې د افغانستان ملي ګټې به ورسره زیانمنې شي. همدا راز دا ویره هم شته چې افغان دولت به له امریکا سره د پاکستان د ستراتیژیک سند او له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو په مقابل کې یوازی خپلی شخصی ګټي په نظرکې ونیسي چې وار له مخي اوازي ګرمي دې ځکه د ډورنډ دکرښي موضوع یوازي امریکا او پرته له کوم دلیل څخه را پورته کړه په عامو خلکو کې داسي اوازي شته چې ولسمشر کرزي په قدرت کې د خپل لاس پوڅی د پاتي کیدو په مقابل کې داوړه سندونو امضا ته تیاري ښودلي دی که چيرته له پاکستان سره ستراتیژیک سند لاسلیک شي په یوه ډول نه په یوه ډول د ډیورنډ کرښې ته، چې اوس یې موضوع ګرمه شوې هم ده، یو ډول رسمیت ور وبښي.

خو افغانان پخپله کولی شي، خپلې دغه اندېښنې ځواب کړي. په دې مانا که افغانان غواړي، له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان د ملي ګټو لپاره وکارول شي، که غواړي له اداري فساد څخه پاک او سالم حکومت ولري، که غواړي د ډیورنډ د کرښې معضله د سیمې دواړو غاړو د قومونو په خوښه حل و فصل او یا حد اقل پر دې کرښې سیاسي سوداګري ونه شي او همدا راز که غواړي پیاوړی اقتصاد او ارام او هوسا ژوند ولري، نو په راتلونکو ټاکنو کې باید یوه داسې بامسوولیته کس او ټیم ته رایې ورکړي چې هیوادنۍ کټې له خپلو ګټو پورته بولي. په دې توګه به دوی له یوې خوا په خپلو رایو سره د افغانستان او افغانانو پر سر د سیاسي سوداګرۍ مخه نیولي وي او له بلې خوا به یې د ځان، خپلو ماشومانو او هیواد لپاره ستر خدمت کړی وي.

د یوه سرلوړي او اباد افغانستان په هیله: