کابل: دبي بي سي د خبر له مخې په کابل کې د ويښو ځوانانو غورځنګ د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکايي استازي څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.لاریون کوونکو چې شمېر یې تر پنځو سوو رسېده، د افغانستان د دښمنانو ضد شعارونه ورکول.مظاهره کوونکو په پای کې یو پرېکړه لیک خپور کړ چې په کې راغلي:”موږ له پولې هاخوا افغانان خپل وروڼه بولو او د پاکستاني ښکېلاک لاندې افغان سیمو ته محکوم افغانستان وایو. له پولې هاخوا افغانان زموږ نه بېلېدونکی هډ دی او موږ یې رایوځای کول خپل تاریخي مسؤولیت بولو”دوی ویل چې د ”ډیورنډ د خیالي کرښې اړوند پرېکړه یوازې د افغان ملت حق دی او یوازې د یوازې افغان ولس کولای شي ددې کرښې د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.”لاریون کوونکو پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، چې د ډیورنډ کرښې په اړه ددوی څرګندونې ددواړو هېوادونو (افغانستان او امریکا) په زیان دي.