کور / تازه خبرونه / طالبانو له پاکستانه د نورو طالبانو د ازادېدو غوښتنه وکړه

طالبانو له پاکستانه د نورو طالبانو د ازادېدو غوښتنه وکړه

طالبانو د هغو بنديانو د ازادېدو هرکلئ کړی دی چي د سولي عالي شورا د مشرتابه پلاوي د هڅو په نتيجه کي د پاکستان حکومت ازاد کړل ، طالبانو نن په دې اړه لراوبر ته په رالېږلي بيان کي له دې امله خوښي څرګنده کړې او د نورو طالبانو ازادېدل يې د اولسونو تر منځ د اعتماد زياتېدل بللي دي .
ذبيح الله مجاهد په دې اړه وايي : دا چې له تیرو دریو لسیزورا پدي خوا زموږ زیات شمیر هیواد وال په ګاونډي هیواد پاکستان کې دهجرت شپي ور ځي تیروي هلته تګ را تګ کوي ، دطالبانو ځينې مسئولين هم دتداوۍ یا بل ضرورت او مجبوريت له امله ګاونډي هيواد پاکستان ته ور اوښتي وو خو هيڅ داسې عمل يې نه و کړی چې دبند او سزا وړ وګرځي او نه یې هم دپاکستان ولس او حکومت ته کوم زیان اړولی و چي له امله يې زندان ته واچول سي.
د نوموړي په وينا آزادي دهغوئ خپل حق دی ، داچې اوس څو تنو ته داحق ورکړل شو طالبانو دايو ښه اقدام بللی او هرکلی يې کړئ دی ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد غوښتنه کړېده چې نور پاتې بنديان يې هم آزادکړل شي.
طالبانو په دې اړه رالېږلي بيان کي ويلي دي چي دبنديانو آزادي به بې له شکه ددو ګاونډيو هيوادونو د اولسونو ترمنځ اعتماد زيات کړي .

د کارپوهانو له نظره دا لومړی ځل دی چي طالبان په رسمي توګه پاکستان ته د خپلو مشرانو اوښتل مني ، تر دې پخوا د بېلابېلو پېښو پر مهال هغوی همېشه ټينګار کاوه چي مشران يې په افغانستان کي مېشت دي . فکر کېږي چي په کراچي کي د ملابرادر اخند نيولو ، د پاکستاني استخباراتو په زندان کي د دفاع پخواني وزير ملا عبيدالله اخند وژل کېدل او داسي ډېرو نورو شواهدو په رابرسېره کېدو سره اوس طالبانو هم په احتیاط سره دا خبره منلې ده .
بله خوا نن د طالبانو لخوا د زندانيانو دازادېدو د هرکلي په اړه بيان په حقيقت کي غير مستقيم د سولي عالي شورا د هڅو څخه هرکلئ بلل کيږي خو طالبانو تر اوسه پوري د سولي عالي شورا او افغانستان دولت لخوا د سولي د خبرو اترو پر وړاندي مثبت جواب ندئ ويلئ .