د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي جمعه خا ن د رسنيو په وړاندې ادعا وكړه چې د دې ولايت دكليو پراختيا رياست مرستيا ل انجينركريم الله د ساختماني شركتونو سره يو ځاى د بولدك ولسوالۍ لپاره دپروژو په لسګونه ميليونه افغانې درغلي كړې د نوموړي په وينا كريم الله د جعلي اسنادو او مهر په جوړولو سره د بولدك ولسوالې لپاره دپروژو پيسې ايستلي .
نوموړۍ له دولت څخه غوښتنه وكړه تر څو درغلې كوونكي ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري .
خو دكندهار د كليو پراختيا درياست مرستيا ل انجينر كريم الله دا نه مني او وايي دوى هيڅ كله هم په پروژو كې درغلي نده كړې او كه چېرې څوك په دې اړه اسناد لري نو كولاى سي چې وړاندې ېې كړي او نوموړي د خپل ځان دفاع وكړي ، دده په خبره چې حاجي جمعه خان خپله دپروژو د عملي كولو پر مهال پيسې غواړي .
په پراختيايي پروژو كې ددرغليو په اړه هر وخت ددرغليو رپوټونه خپاره سوي او يو شمېر دولتي چارواكي هم داړوندو ادارو له لوري څارنوالې ته سپارل سوي . خو دا ډول كړنې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو كې چې تګ راتګ پكښې ستونزمند كار دى د بيار غونې كارونه له ځنډ او خنډ سره مخ كړي .