کابل : ټاکل شویده چې سبا دنوامبر په ۱۶ او۱۷نیټه چي د لړم د٢٦مه او ٢٧مه سره برابره ده، دمتحده عربي اماراتود دوبۍ په ښارکې به دناټو سازمان لخوایودوه ورځني کنفرانس پیل شي ،ددي کنفرانس نوم اوهدف دټولینیزوچاروداړیکو دسموالې اودافغانستان ددایمي امنیت دپیاوړتیا او تل پاتي سوله په هکله ټاکل شویدي. دافغانې حکومتي پلاوى په دغه کنفرانس کې ګډون نه کوي، چې دناټو لخوا په دوبۍ کې دافغانستان په اړه سبا پرانیستل کیږي.
په بلجيم کې د ناټوسازمان وياندې ((اووانا لانګيسکو)نن یوي افغاني خبري اژانس ته وويل، چې په دې کنفرانس کې دافغان حکومت دبېلابېلو وزارتونواو ادارو وياندويانواودرسنيودمسوولينوترڅنګ دمدني ټولنې او خبریالانو استازي هم رابلل شوي دي.
خو هغې زياته کړه،چې دافغانستان حکومت په وروستيو شېبوکې په لوړه کچه پرېکړه وکړه، چې په دې کنفرانس کې به ګډون نه کوي. په داسي حال کي چي له دې نه مخکې د روم، بروکسل، برلين، زګريب او دوبۍ په کنفرانسونوکې افغانی حکومتي پلاوي يې ګډون کړى وو.دنوموړې په وينا، ناټو له تېروڅومياشتو راهيسې له افغان حکومت سره په ګډه ددې کنفرانس دجوړولو په چارو اوپلان باندی کارکړى دى.
د ناټوسازمان وياندې وويل، چې په کنفرانس کې له نه ګډون سره سره افغان حکومت پرېکړه کړې ، چې له ناټوسره د اړيکواوعامه چارو په برخوکې ګډکار ته ژمن دى.
هغې زياته کړه، چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت وړانديز کړى، چې د ٢٠١٣ زېږديزکال پر مهال دې په کابل کې همدا ډول کنفرانس جوړ شي ، او ناټو ددې وړانديز ملاتړ کوي.
د ناټوسازمان ويانده وايي، چې داکنفرانس له افغانستان پرته ځکه نه ترسره کېږي، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د مدني ټولنې او رسنيو ٢٥ تجربه لرونکي کسان ګډون کوي.
د دي په وينا، دغه راز په دې کنفرانس کې د ناټو اوايساف اړوندو هېوادونوله سلوڅخه زيات نورکسان هم ګډون کوي اوخپل نظرونه به د يادوموضوع ګانو په اړه سره شريک کړي.
په دې کنفرانس کې دحکومت د نه ګډون لامل د افغانی حکومت یواستازي داسي وویل : چې په دغه کنفرانس کې دحکومت ٢٥ کسان، چې ډېرى يې وياندويان وو کنفرانس ته را بلل شوي وو، خودولسمشر په حکم دوى په کنفرانس کې ګډون نه کوي.
داځکه چي دافغانستان حکومت نظر داو، چې داکنفرانس بايد په کابل کې جوړشوی وای .
خو يوې بلې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، هغه وويل ، چې دناټواوافغان حکومت ترمنځ د دولتي پلاوي په لېست کې دځينوکسانو دنوم دنه شتون له امله ستونزه را پيدا شوې وه.
سرچينه زياتوي، چې دحکومت ځينوکسانوغوښتل، چې په دې لېست کې شامل شي، ولي ناټو ددوى غوښتنه ونه منله، نو ځکه حکومت پرېکړه وکړه، چې په دې کنفرانس کې به ګډون نه کوي.
دیادونی وړده چي دوي ورځې مخکي داروپایی اتحادیی پریکړه وکړه ،چي دافغانستان لپاره دمرستي ۱۶ میلیونه ډالره به تر هغه وخته پوری افغان حکومت ته ورنکړي تر څو افغاني حکومت دتیرومرستو دپروژواو رغونو چارو ټول لګښتونه ورته وړاندی کړی نه وی .اروپایی اتحادیه په خپله ژمنه ټینګه ولاړه ده په دي شرط چي افغاني چارواکي دپیسودلګولوټولي چاری ورته سمبال کړي.