کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګو کې دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو

په ميدان وردګو کې دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو

ميدان:د ميدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفترڅخه لرو بر ته په راستول شوى خبرپاڼه کې څرگنده شوى ده چې د کلیو د بیارغاونې او پراختیا د وزارت د سیکا-ختیځ پروګرام له خوا په ميدان وردګو ولايت کې د خدمتونو د عرضه کوونکو دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو دغه دوه ورځنی نندارتون د خدمتونو د عرضه کوونکو او د خدمتونو څخه د ګټې اخستونکو د یو بل سره د پیژندنې په موخه دامریکا دپرمختيايي ادارې
(USAID) په مالي مرسته دغازي کریم خان په تالار کې جوړ شو.دغه دوه ورځی ننداتون دچهارشنبې په ورځ پيل شو چې پکې دولایت مقام
داستازو، ولایتي شورا غړو،اړونده ادارومسولینو، یو شمېر میرمنو،پانګوالو، مرسته کوونکو،قومي مشرانو او په سلګونو مینوالو په کې برخه اخیستې وه د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ريیس جان محمد حکمتجو دنندارتون په اړه وویل “مونږ د ولایت په کچه ډیر د خدمتونو عرضه کوونکي لرو خو د بده مرغه چې ځایې خلک او ځنې متنفذین د هغوۍ له خدمتونو څخه ناخبره دي. دغه نندارتون به ځایې شوراګانو او متنفذینو ته لاره هواره کړي تر څو د دوۍ سره مخامخ وګوري او د دوۍ له هغه خدمتونو څخه ځان خبر کړي چې ټولنه ورته اړتیا لري او دبل لوري دغه موسسې به وکولی شي چې د هغوۍ اړتیاوو ته ځواب ووایې.دننداتون ګډونوالو ته دولایت مقام سلاکار نیاز محمد حقمل لومړی
دولایت دمقام نیکې هیلې او پيروزینې دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې او زیاته یې کړه( خوښ یم په لومړي ځل دخدمتونو دعرضه کولو نندارتون ددې ولایت څخه پيلیږي چې له امله به یې دخلکو اړتیاوې په نښه او هم به دوه طرفه اړیکې دعرضه کوونکي او ولسونو ترمنځ رامنځته شي، همدارنګه د داسې نندارتونونو جوړول به ددې ولایت او دټولو هېواد په بیارغونه او ثبات کې مهم رول ولوبوي.)دسیکاء ولایتي مسول عثمان کامران دغه نندارتون دخورا ارزښت وړ وبللو او هیله یې و ښوده چې پدې ننداتون کې به ولسونه د هغو خدمتونو څخه خبر شي چې
ورته عرضه کیږي او هم به عرضه کوونکي هغو اړتیاوو ته متوجې شي چې ولس یې غواړي،نوموړي وویل سیکا اداره ددې ولایت په نرخ، چک او سیداباد کې دثبات دټینګښت په موخه په سیمه کې داسې خدمتونه عرضه کوي چې ورته اړتیا لیدل کیږي.یو شمېر ځوانانو او دسیمې اوسیدونکو هم د خدمتونو عرضه کوونکو د استخدام له مراجعو سره لیدنه وکړه. دغه ځوانانو ته د استخدام له مراجعو څخه د
دندو ورکولو وعده هم وشوه.، دغو ځوانانو په راتلوونکي کې د داډول نورو نندارتونونو دجوړولو غوښتنه هم وکړه دغه نندارتون چې په منظمو غورفو کې په ښکلې بڼه جوړ شوی چې پکې د عرضه کوونکو خدمتونو جوړې شوې نمونې او لاسته راړونې او هم ددې ولایت دکرنیز محصولات هم ګډونوالو لپآره ایښودل شوي چې دوه ورځې به دوام وکړي.