کور / تازه خبرونه / كندهار : په وسله واله نښته كي د يوه ماشوم ټپي كيدل

كندهار : په وسله واله نښته كي د يوه ماشوم ټپي كيدل

په پنجوايي ولسوالي كي د پوليسو او وسله والو طالبانو په وسله واله نښته كي يو ماشوم سخت ټپي سوو .
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وايي چي نښته تيره شپه ناوخته هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي پوليس په ګزمه بوخت وه او وسله والو طالبانو پري بريد وكړ .
اسحاقزي وايي چي په جګړه كي يوه لوري ته هم مرګ ژوبله نده اوښتي خو يو ماشوم چي د اوبو له بمبي څخه يي كورته اوبه وړلي د وسله والو په ډزو كي سخت ټپي سوي دي .
خو د يادي پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .